امریکا ته د ولسمشر سفر کومې لاس ته راوړنې لرلې؟ 

خبریال ویب پاڼه/ تیره پنج شنبې د افغانستان ولسمشر له مل  پلاوي سره د امریکا متحده ایالاتونو ته سفر وکړ او هلته يې د نورو چارواکو ترڅنګ د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم ولیدل غني دا سفر له لاس ته راوړنو ډک بولي.

افغان ولسمشر له واشنګټنه پر طالبانو د سولې کولو ږع وکړ هغه له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له روانې  پروسې سره یوځای شي.

هغه وویل چې  امریکا ته ترسره کړی سفر یې له لاسته راوړنو ډک وو، او د خپلو غوښتنو په لړ کې يې د دې هېواد له کانګرسه د دریو میلیاردو ډالرو د مرستې غوښتنې کړې چې کانګریس هم ورسره منلې او زیاته کړې یې ده چې دا مرسته به وکړي.

د نوموړي له خبرو مالومه شوه چې امریکا یو ځل بیا د افغان پوځیانو سره د مرستې او د هغوی د تجهیز په برخه کې ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې دا هېواد به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

غني وویل چې د بایډن سره يې د کتنې پرمهال لاهم ډاډ تر لاسه کړی چې له دې هېواد سره يې اړیکې لاهم پياوړې دي او تر دې به هم پیاوړې شي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو نورو لیدونو په ترڅ کې هم د امریکا همکاري جلب کړې او کولای شي په راتلوونکې کې د افغانستان د ښې راتلوونکې ضمانت وکړي.

افغان ولسمشر افغان ځواکونه پیاوړي بللي او زیاته کړې يې ده چې دا ځواکونه کولای شي چې د هېواد او خلکو امنیت خوندي کړي خو داسې بریښي چې تراوسه پوري دا ځواکونه سم مدیریت شوي نه دي او د مشرتابه له غیري مسلکيتوبه تراوسه په جګړو کې افغان ځواکونو کومه خاصه لاس ته راوړنه نه ده لرلې.

داسې فکر کیږي که چیري افغان ولسمشر غواړي چې  اوسنی خراب امنیتي وصعیت کابو او خلک خوندي کړي نو تر هرڅه وړاندې باید امنیتي سکتور ته مسلکي او فعال کسان وګمارل شي ترڅو اوسنی حالت تغیر و خوري او افغان پوځ په یوه قوي او تعرضي حالت کې را وستل شي چې هیڅ کله به بیا ماتې ونه مني خو اوسنی حالت يې د اندېښنې وړ دی

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More