د نورزي رياست؛ کابل په دوبي کې د ژمي د برېښنا ارمان کوي

خبريال وېبپاڼه: پلازمېنه کابل د کلونو راهيسې د برېښنا ستونزه لري، په اوړي( دوبي) کې بيا د برېښنا ستونزه په کابل کې تقريباً په نشت حساب وي او د کابل ډېری خلک د پوره برېښنا څخه برخمن وي، مګر سږ کال بيا د نورو کلونو سره په توپیر په اوړي کې هم کابل د ژمي غوندې د سختې بې برقۍ سره مخ دی.

په کابل کې د برېښنا د کمۍ ستونزه د پايلو ويشتل او الوزول دي، په تېره يوه مياشت کې د تېر پوره کال څخه زياتې پايې يا ویشتل شوې دي يا په ماينونو له منځه تللې دي.

پايې څوک له منځه وړي؟

له بده مرغه د پايو د له منځه وړلو مسله هم مافیايي بڼه لري، په افغانستان کې مافیا او حکومت د يو بل څخه بېلول ګران کار دی، ځکه داسې کسان چې پرون د حکومت يوه برخه و ان په ولسي جرګه کې یې شتون درلود نن د حکومت الوتکې رانسکوروي.

د برېښنا د پايو له منځه وړل د عامو خلکو کار نه دی، نه څوک د شوق څخه دا کار کوي او نه‌ عام خلک ماينونه او وسلې لري، په دې باندې ټول پوهېږي چې ددې کار تر شا زورواکي په ځانګړي ډول په شمالي برخو کې نوم لرونکي زورواکي لاس لري.

حکومت څو ځل اعلان وکړ چې د برېښنا د پايو د له منځه وړلو په تور یې څو کسان نيولي دي، مګر حکومت ددې سپيناوی ونکړ نه يې ملت او رسنیو ته مالومات ورکړل چې دا کسان څوک دي؟ تر شا يې څوک دي؟ د چا په امر یې دا کار کړی دی؟ د چا په ملاتړ دا کار کوي؟ څه غواړي؟

دا چې حکومت دا سپيناوی نکوي ښکاره خبره ده چې د حکومت دننه ځينې کسان ددې ورانکاريو ملاتړ کوي، دوی ته وسلې ورکوي او ددوی له لارې خپلې غیرې مشروع موخې تعقيبوي.

د برېښنا شرکت شوم دوران او داوود نورزی

لکه کله چې داوود نورزی د برېښنا شرکت ريس شوی دی نو‌ کابل کې بيا خلکو د برېښنا څخه ښه ورځ نه ده ليدلې، نه یوازې چې د پايو ويشتل زیات شوي دي بلکې پخپله ددې شرکت له لوري ځینې بدلونونه کاملاً د خلکو‌ د ملا د ماتولو لپاره دي.

د مثال په ډول د برېښنا شرکت له لوري د بېل مياشتيني کېدل د خلکو په زيان دي، که يوې کورنۍ پخوا‌ دوه سوه‌‌ کيلو واټه لپاره پینځه سوه افغانۍ تحويل کولې اوس به شپږ سوه افغانۍ تحويل کوي، ددې ترڅنګ هره مياشت به د بانک فيس او قرطاسیې لپاره هره پيرودونکی پینځه ویشت افغانۍ اضافي ادا کوي، د برېښنا شرکت د يو نيم ميليون څخه زيات پېرودونکي لري چې پینځه ویشت افغانۍ په‌دې حساب هره مياشت په لسګونو ميليونونه افغانۍ کېږي چې دا شرکت یې د افغانانو له جېبونو باسي.

لوړ بېلونه او بې برېښنا شپې

ددې ټولو ناخوالو او ظلم وروسته د برېښنا شرکت پخپلو خدماتو کې کم والی هم راوستی دی، د خلکو څخه پيسې زیاتې اخیستل کېږی خو اوس ورته برېښنا نه ورکول کېږي.

ددې شرکت کار کوونکي، وياند او مشر خلکو ته د يوې رمې فکر کوي، دوی خلکو لکه يو ماشوم چې کراروي وايي چې ارام اوسئ د برق بېل همغه پخوانی دی هېڅ شي بدلون نه دی کړی، ددې لپاره هیڅ دلیل او محاسبه نلري.

د برېښنا شرکت د روان ناورين په هکله باید حکومت ته سپینه خبره وکړي، که په‌دې ورانیو کې لاس نلري نو يا دې حکومت او حکومت هم د همدې زورمندانو په لاس کې وي بيا دې خلکو ته سپینه خبره وکړي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More