بایډن له غني او عبدالله سره کتنه کې څه وویل؟

خبریال ویب پاڼه/ افغان ولسمشر او د ملي روغې جوړي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه مل پلاوي سره امریکا ته په سفر تللي چې هلته يې د نورو امریکايي چارواکو په ګډون د دې هېواد ولسمشر جو بایډن سره هم لیدلي.

جو بایډن په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې افغانان باید په خپلو منځونو کې سوله وکړي او په خپلو منځونو کې یو له بل سره جوړ شي.

هغه په افغانستان کې د خپل نظامي حضور د پای ته رسیدلو په هکله ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې امریکا د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او د دې هېواد سفارت به د پخوا په څیر پاتي وي.

فغان ولسمشر له واشنګټنه پر طالبانو د سولې کولو ږع وکړ هغه له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له روانې  پروسې سره یوځای شي.

هغه وویل چې  امریکا ته ترسره کړی سفر یې له لاسته راوړنو ډک وو، او د خپلو غوښتنو په لړ کې يې د دې هېواد له کانګرسه د دریو میلیاردو ډالرو د مرستې غوښتنې کړې چې کانګریس هم ورسره منلې او زیاته کړې یې ده چې دا مرسته به وکړي.

د نوموړي له خبرو مالومه شوه چې امریکا یو ځل بیا د افغان پوځیانو سره د مرستې او د هغوی د تجهیز په برخه کې ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې دا هېواد به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

غني وویل چې د بایډن سره يې د کتنې پرمهال لاهم ډاډ تر لاسه کړی چې له دې هېواد سره يې اړیکې لاهم پياوړې دي او تر دې به هم پیاوړې شي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو نورو لیدونو په ترڅ کې هم د امریکا همکاري جلب کړې او کولای شي په راتلوونکې کې د افغانستان د ښې راتلوونکې ضمانت وکړي.

افغان ولسمشر افغان ځواکونه پیاوړي بللي او زیاته کړې يې ده چې دا ځواکونه کولای شي چې د هېواد او خلکو امنیت خوندي کړي خو داسې بریښي چې تراوسه پوري دا ځواکونه سم مدیریت شوي نه دي او د مشرتابه له غیري مسلکيتوبه تراوسه په جګړو کې افغان ځواکونو کومه خاصه لاس ته راوړنه نه ده لرلې.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More