پاکستان د fatf په خړ لیست  کې پاتي شو، قریشي يې نه مني

خبریال ویب پاڼه/ د ایف ای ټي ایف نړیوالې ادارې لاهم  پریکړه وکړه چې د پاکستان نوم دي د دې ادارې په خړ لیست کې پاتي شي ځکه دې  هېواد ترهه ګرۍ سره مبارزه نه ده کړې او شرطونه يې نه دي پور کړي.

دې ادارې پاکستان ته ۲۷ شرطونه ایښي ول چې پاکستان نه دی توانیدلی د دوی دا شرطونه پوره کړي د دې ادارې مشر مارکس پلییر وویل زموږ د ادارې  له ۲۷ سپارښتنو څخه پاکستان په ۲۶ سپارښتنو توانیدلی چې عمل وکړي خو ترهګرو ته ورکیدونکي سزاګانو او د قانوني  قامونو په لړکې لاهم اړتیا ده چې پاکستان مخ ته ولاړ شي.

دې لیست کې پاکستان هېواد په ۲۰۱۸کال کې اضافه شو چې له هغه تراوسه پاکستان زیاتي هڅې وکړې او ان دا چې ورته يې۲۶ شرطونه هم  پوره کړل ولې تراوسه پوري يې هیڅ هم نه دي کړي پوره درې کاله کیږي  چې پاکستان په دې لیست کې کرار لري او که چیري د دې لیست څخه د وتلو هڅه ونه شي نو ښايي د دې ادارې تر دې سختو بندیزونو ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې د ۲۶ شرطونو په پوره کولو او یوه شرط په پآتيدلو شامحمود قریشي هم له دې ادارې ګیله کړې او په هکله يې تازه غبرګون ښودلی.

ده ویلي چې موږ د ایف ای ټي ایف له ۲۷ څخه ۲۶ شرطونه پوره کړي او داسې نور څه به نه وي پاتي پاکستان دي په دې لیست کې لاهم وساتل شي.

قریشي د دې ادارې د جوړښت په هکله پوښتنه وکړه او زیاته يې  کړه چې ایف ای ټي ایف تکنیکي که سیاسي فورم دی او داهم باید وکتل شي دا کارونه خو به د سیاسي مقصدونو لپاره نه کاریږي.

ده که څه د کوم هېواد یا ډلې نوم یاد نه کړ خو زیاته يې کړه چې  ډيری قوتونه غواړي چې پاکستان په همدې لیست کې وساتل شي، کله چې پاکستان د دې ادارې خړ لیست ته لویدلی  بیا يې په اقتصادي برخه کې هیڅ ښه ورځ نه ده لیدلې او نه يې هم کمزوری اقتصاد د ښه کیدلو لور ته تللی خودوی کوښښ کوي ترڅو له دې لیست څخه ځان وباسي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More