طالبانو ته د عمراخان ګواښ، که واک ته ورسیږئ پولې درسره تړو

خبریال ویب پاڼه/ عمران خان تر دې وړاندې هم د افغانستان په هکله د خپلې روښانه پالیسۍ  په هکله خبرې کړې او ویلي يې دي که چیري طالبان د زور له لارې واک ته ورسیږي نو دوی به ورسره خپلې پولي و تړي.

ده ویلي که چیري طالبان پر ټول افغانستان واکمن شي نو پوځ به یې کوم اقدام نه کوي ولې له افغانستان سره به هرومرو خپلې پرانستې پولي وتړي.

عمرانخان د اوسني افغانستان د افتصادي مهموالي په هکله هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان له مرکزي اسیا سره ښو سوداګریزو اړیکو ته ژمن دی او د وی به د افغانستان له لارې د دې سیمې له هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې ولري.

عمرانخان دا هم په اندېښنه سره د افغانستان په هکله ویلي که چیري حالات داسې دوام پیدا کړي نو دا هېواد به یوځل بیا په کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

ده افغان چارواکي پر پآکستان شکي وبلل خو زیاته يې  کړه چې پاکستان هر وخت د افغان سولې په برخه کې  خپله هڅه کړې  ده، پاکستان په دې وروستیو کې داسې پتیلې چې د افغان سولې له پروسې څنډې ته شوی ځکه نو يې هلې ځلې پیل کړې او د سیمه ییزو او لویو درواغو په ویلو سره غواړي یو ځل بیا د سولې په پروسه کې پوره ونډه ورته ورکول شي.

د پاکستان پر ځای اوس افغانستان نور بدیلونه لري چې د سولې روان بهیر کې کولای شي ښه رول ولوبوي پاکستان له طالبانو سره د هند اړیکو نور هم متاثره کړی او له لومړي وزیره تر نورو چارواکو اوس هر زیان منلو ته چمتو دی ترڅو په دې پروسه کې بیرته شریکړل شي.

عمران خان تر دې وړاندې ویلي وو، چې هېواد يې د افغانستان مقابل کې خپله د کلونو ستراتیژې بدلوي او له سره هرڅه سموي عمران خان په دې وروستیو کې اعتراف وکړ چې کلونه کلونه يې دافغان جګړې د یوه لوري ملاتړ کړی چې کومه ګټه يې ورته نه ده کړې خو اوس به په افغانستان د هغه دولت چې د خلکو په خوښه راغلی وي ملاتړ وکړي او طالبانو سره د زور له لارې د واک اخیستلو په برخه کې همغږي نه دي

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More