د وچ کالی شديد بحران، او د اوبو د مسلې نه تبليغاتي استفاده

خبريال وېبپاڼه: په يوويشتمه پېړۍ کې د وچ کالۍ ستونزه د نړۍ یو ترټولو لویه او اصلي ستونزه ده، ګڼ هېوادونه د اوبو د کمښت څخه همدا اوس کړېږي او د چاپيريال ساتنې ماهرين اټکل کوي چې په نېږدې راتلونکې به د اوبو په سر باندې شخړې د بل هر وخت په نسبت زياتې شي.

افغانستان په کوم حال کې دی؟

په افغانستان کې وار د مخه د وچ کالۍ نښې راښکاره دي او ددې هېواد په خلکو یې ناسم اغېز پرېوتی دی، تېر ژمۍ په افغانستان کې ډېره کمه واوره وشوه او وروسته بارانونه هم کم و.

همدا اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د اوبو د کمښت څخه کړېږي، په پلازمېنه کابل کې د اوبو د کموالي ستونزه لا شدیده ده، همدا اوس په ډېرو سيمو کې په کورونو کې څاګانې يا وچې شوې دي او يا هم اوبه ډېرې زياتې کمې شوې دي او لاندې تللې.

ډېری خلک په کورونو کې د څاګانو د وهلو توان نلري ځکه چې عادي برمه وهونکي شرکتونه د څلوېښت څخه تر يو لک افغانيو پيسې غواړي.

اطرافو کې حال ورځ تر بلې خرابیږي

د پلازمېنې هخوا په نورو ولايتونو او کلیو کې حالات ډېر زيات خراب دي، په کليوالو سيمو کې چې د خلکو د ګوزارې او ګټې مهمه سرچينه زراعت او کرنه ده د ستر ګواښ سره مخ ده.

همدا اوس په وردګو ولايت کې ډیری بزګران لګيا دي څاګانې وهي ترڅو وروسته د ماشين واټرپمپ له لارې ددې څاګانو څخه اوبه راوباسي او خپلې کروندې ورباندې خړوبې کړي، دا حال یوازې په وردګو کې نه دی بلکې د افغانستان په ختيځو او جنوبي ولايتونو کې هم خلک د اوبو د سخت کمښت سره مخ دي.

حکومت د واقعي خدمت څخه لرې دی

له بده مرغه چې حکومت د اوبو په تړاو يوه تبليغاتي تګلاره لري او په ځمکني واقعیت کې د خلکو لاس نه نيسي، که څه هم د اوسني ولسمشر په دوره کې د ځينو بندونو کار چې پخوا پيل شوی و بشپړ شو خو له دې بندونو څخه تراوسه په سم ډول ګټه نه اخيستل کېږي او د سيمې خلک ورڅخه نه مستفيد کېږي.

تراوسه پورې د سلما او کمال خان له بند څخه کانالونه نه دي ایستل شوي او خلکو ته اوبه نه دي رسېدلې چې خپلې کروندې ورباندې د وچېدو او له منځه تلو څخه وژغوري.

ددې ترڅنګ په دې ډول يو بېړني حالت کې حکومت د کوچنيو بندونو، ژورو څاګانو يا هامونونو په جوړلو کې پاتې راغلی، داسې ښکاري چې حکومت ددې د جوړلو د خلکو د واقعي درد د اورېدو لپاره وخت او نیت هم نلري، ځکه چې همدا اوس خلک د سختو کړاونو سره مخ دي او حکومت هېڅ ډول اقدام نه دی کړی، حکومت ته پکار ده د تبليغاتو په ځای په واقعي ډول باندې د خلکو موجودو او فعالي ستونزو ته يوه حل لار ولټوي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More