د امریکايي د بریدونو په هکله د طالبانو شدید غبرګون

خبریال ویب پاڼه/ کله چې امریکايي ځواکونه د مي پر لومړۍ له افغانستانه ونه وتل او د ماموریت موده يې څو میاشتي اوږده کړه هغه مهال هم طالبانو  وویل امریکا له ترسره شویو هوکړو سرغړونه کړې او که هرڅه رامنځ ته شوه نو  مسؤلیت به یې دامریکا پر غاړه وي.

نن د امریکا يي ځواکونو له لوري په کندوز او بغلان کې پر طالبانو هوايي بریدونه ترسره شوي چې طالبانو يې په هکله شدید غبرګون ښودلی.

دوی ویلي چې طالبان مجبوره دي چې د امریکا دې اقدام ته غبرګون وښيې هغوی ویلي چې د امریکا له لوري په کندوز او بغلان کې د ډرون الوتکو بریدونه غندی او داسې  کړنې پارونکي دي چې عکس العمل ته زمینه برابروي.

طالبانو ویلي چې امریکايي ځواکونه باید خپلو وتلو ته متوجې شي او نور نه باید په جګړه کې ښکېل شي

فاکس نیوز په خپلو نوې راپور کې ویلي چې امریکايي ځواکونو پر وسلوالو طالبانو هوايي ډرون بریدونه کړي دي

فاکس نیوز د پنټاګان له یوې باوري سرچینې له قوله لیکلي چې امریکايي ځواکونو  د خپلو ټولو ترسره شویو هوکړو خبرو باوجود هم تیره ورځ په کندوز او بغلان ولایتونو کې پر طالبانوباندې هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه وايي چې دا هوايي بریدونه چې په یادو ولایتونو کې پر طالب وسلوالو شوي د بې پیلوټه الوتکې بریدونه وو، چې طالبان پکښي په نښه شوي دي.

که څه هم د طالبانو له لوري د امریکا داسې عملونه د دوحې هوکړې خلاف کار بلل شوی خو امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د اړتیا په صورت کې به پرې بریدونه کوي.

امریکا پر داسې مهال پر وسلوالو طالبانو باندې دا بریدونه په دوه نا امنه ولایتونو کندوز او بغلان کې کوي چې د دې ولایتونو ترڅنګ د افغانستان په زاتو ولایتونو کې دا مهال د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې روانې دي،چې پرمهال يې د افغان دولت له لاسه لسګونه ولسوالۍ وتلې او لاهم هره ورځ د ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول کیږي، امریکایان ښايي خپلو بریدونو ته دوام ورکړي ځکه دوی په وروستیو کې د تاوتریخوالي په هکله اندېښنه لري

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More