د کورنیو چارو وزیر د نظام د کمزوري کولو په هڅه کې

خبريال ویبپاڼه: که څه هم ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې په حکومت کې به سرپرستۍ ختموي خو په دې وروستيو کې مقرريو یې وښوده چې ولسمشر غني تر دې غوره تګلاره نلري.

د وروستيو سرپرستانو څخه يو يې هم د کورنیو چارو وزیر عبدالستار ميرزکوال دی، ميرزکوال چې تر دې وړاندې یې په کندوز کې سخت ناکام امتحان ورکړی دی ولسمشر غني په حيرانونکي ډول د کورنیو چارو وزیر اعلان کړ.

د کورنیو چارو په وزارت کې همدا اوس حالات د هېواد د دښمنانو په ګټه روان دي، وزير د حالاتو سره په تعامل کې ډېر بې علاقې دی، يانې د ښه غبرګون څخه تېر په ځينې مهمو مسايلو کې هېڅ دریځ او غبرګون نه ښيی.

تازه د هېواد په ختيځ کې د تورخم په دروازه کې یوه نجلۍ د کورنیو چارو يوه پوليس په شديد ډول وهلې ده، په داسې حال کې چې دې کوچنۍ ماشومې به کومه کوچنۍ غلطي کړي وي پوليسو ورباندې ښه زړه تش کړی.

په ټولنيزو رسنيو کې دا ويډيو لاس په لاس کېژي چې د کوچنۍ ماشومې سلګۍ پکې نه ودريږي او وايی چې پوليس ووهله.

ځينې کسان استدلال کوي چې دا ويډيو د حکومت په وړاندې د تبليغاتو لپاره په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده او بايد اهميت ورنکړل شي.

خو ايا د اهميت نه ورکول او په دې ډول پېښو سترګې پټول ښه پالیسي ده؟

هېڅکله نه، که فرض کړو چې دا ويډيو د همدې لپاره جوړه شوې ده نو د کورنیو چارو وزارت څه ډول ددې پوليسو په وړاندې عمل نکوي چې د حکومت په وړاندې په دا ډول تبليغاتو کې کار اخلي.

ددې ترڅنګ په ویډیو کې ښکاري چې يو کار ترسره شوی دی او بايد سپيناوی یې وشي.

د کورنیو چارو د وزرات له لوري داسې پېښو ته نه رسیده ګي دا مانا لري چې دوی پخپله د نظام ريښې له منځه وړي او په عام ذهنيت کې نظام ظالم او منفور معرفي کوي.

ميرزکوال صېب بايد د فېسبوک له نړۍ دېخوا ځمکنیو واقعیتونو ته پام وکړي او په جدي ډول داسې يوه تګلاره جوړه او عملي کړي چې په هغه کې د‌ نظام هر اړخیزې ګټې سنجول شوې وي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More