د طالبانو له لوري د تبليغاتي جګړې زور، د حکومت لويې نيمګړتياوې

خبريال ویبپاڼه: په دې وروستيو کې چې د افغانستان څخه بهرني ځواکونه په وتلو دي د روان وضعیت څخه طالبان د هر اړخیزې ګټې پورته کولو هڅه کوي.

لکه څنګه چې ټول پوهېږو چې تبلیغاتي جګړه د عملي جګړې غوندې مهمه ده، عملي ملاتړ د ذهني ملاتړ دوهمه مرحله ده، له همدې کبله د جګړې هر لوری د ذهنونو د ترلاسه کولو لپاره د اذهانو د نه تخريب لپاره پراخه تبليغاتي پاليسي او تګلاره لري.

که څه هم طالبان د امکاناتو په کچه د يو حکومت غوندې امکانات نلري خو په تبليغاتي جګړه کې بيا هم ډېر فعال دي، دوی د محدودو امکاناتو په درلودلو سره په تبليغاتو کې تر نورو یو قدم وړاندې دي.

د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په مهال د طالبانو د تبليغاتي جګړې شدت د عملي جګړې د شدت سره یو ځای پيل شو.

په دې موده کې دوی د یوې خوا د حکومت ناکامۍ او بې کفایتي هدف ګرځوي او د بل لوري بيا په لوی لاس د حکومت هغه لږ خدماتي قابليت هم له منځه وړي او وروسته د حکومت دا نيمګړتياوې پخپله ګټه کاروي او يو ډول د ځان د راتګ لپاره ذهن سازي کوي.

د طالبانو د تبلیغاتو د بريا رازونه کېدی شي بېلابېل وي، که د طالبانو له ښه او بد څخه تېر شو نو ويلی شو چې طالبان تر يو ځايه پخپلو ژمنو ودري، له همدې کبله يې خبره وزن لري.

د بل لوري د طالبانو خبره يوه ده او سرچینه یې هم يوه ده، د یو يا دوه وياندویانو له لوري لومړي مالومات خپرېږي او بيا په منظم ډول د نورو رسنیو له لارې نشر کیږي.

د حکومت طرف ته موجودې ستونزې

په تبليغاتي جګړه کې د حکومت په طرف کې ځینې وختونه داسې ليدل کېږي چې د واقعيت څخه زياته فاصله شتون لري، حداقل د حقيقت يوه برخه بايد د تبلیغاتو په بدنه کې شتون ولري.

په دوهم قدم کې بې وزن نيوکې او تبليغات، تکرار نیوکې، تکرار پوښتنې، د استدلال څخه خالي څرګندونې ددې سبب کېژی چې په ټولنه کې د ځينې حکومتي وياندویانو څرګندونې خپل وزن له لاسه ورکړي.

د بل لوري هغه وياندویان چې ملت يې پیژني چې یوه ناسمه تاریخچه لري، يا تعصبي تاريخچه لري، همدا اوس يې دریځ د تعصب ډک دی په خلکو کې خپل ارزښت او باور له لاسه ورکوي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More