عمران خان د امریکا او افغانستان ښو اړیکو خپه کړی

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان یو ځل بیا له نړۍوالو سره د افغانستان د ښو اړیکو په درلودلو بخیلي ښوولې او هغه یې له نړۍ سره د خپلو اړیکو د پیکه کولو لامل یاد کړی دی.
د پاکستان صدراعظم عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې په ګاونډي افغانستان کې یې د سولې او دایمي ثبات غوښتونکي دي او دې برخه کې د تل په څېر همکاریو ته ژمن دی. هغه څه چې په حقیقت کې برعکس دي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې پيکه شوې دي او اوس یې د پخوا په څېر چندان خوند نه دی پاتې.
که څه هم عمران خان ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې د افغانستان د وضعیت په اړه پیکه شوې دي، خو رښتیا دا دي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ ښو اړیکو د پاکستان وضعه خرابه کړې ده.
عمران خان وایي دوی له افغان سولې سره همکار دي او خپلو همکاریو ته به ددې لپاره ادامه ورکوي چې افغانستان کې دایمي ثبات راشي او سیمه هم له ګواښونو وساتل شي.
نوموړي له امریکا سره هم د ښو اړیکوغوښتنه کړې ده او په خبره یې د ترهګرۍ ضد جګړې په وروستیو کلونو کې د امریکا او پاکستان اړیکې کړکېچینې شوې دي خو دی یې د ښه کېدو تمه لري.
عمران خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکايي رسنۍ وایي، بایډن د افغانستان په مسئله کې له پاکستان د مرستې تمه نه لري او دغه هېواد ته یې شا اړولې ده.
پاکستان ولې خپه دی؟
په دې کې شک نشته چې پاکستان په هېڅ ډګر کې د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی. عمران خان چې دې وروستیو کې د اړیکو د درلودلو په برخه کې له امریکا خواشیني هم ښوولې یو لوی علت یې د افغانستان او امریکا ترمنځ ښې اړیکې دي.
پاکستان که ځانته د مستقل هېواد په توګه ګوري، بیا دې له نړۍوالو سره د افغانستان د ښو اړیکو په اړه د نیت بدي پر ځای منافقت پرېږدي او نړۍ سره دې حسنه اړیکې جوړې کړي.

You might also like

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More