The news is by your side.

امریکا اعلان کړی چې د ایران د نیول شویو بېړیو تېل یې پلورلي

خبریال وېب پاڼه/ امریکایي چارواکو اعلان کړی، چې د ایران نیول شوې نفتو بېړۍ یې پلورلي دي، او د لاسته راغلیو پیسو ډېره برخه به د ترهګرۍ دولتي قربانیانو ته ځانګړې کوي.

روان کال د دوبي په موسم کې امریکا اعلان وکړ، چې د ایران د تېلو څلور بېړۍ چې وینزوېلا ته روانې وې، نیولي او له تخلیې وروسته یې بېرته خوشې کړي دي.

مایکل شروین د واشنګټن ډي سي څارنوال د پنچنشبې په ورځ اکټوبر ٢٩مه له خبریالانو سره په تلفوني خبرو کې وویل، موږ اټکل کوو چې متحده ایالات به له پلورل شویو تېلو څخه ٤٠ میلیون ډالر لاسته راوړي، چې له دې به ډېره برخه به د ترهګرۍ دولتي قربانیانو صندوق ته جمع شي.

تر دې وړاندې د ایران د نفتو وزیر بېژن زنګنه ویلي وو، د ایران د نفتو هغه بېړۍ او بار وړونکې توکي چې امریکا نیولي وو، د ایران نه وو، ایران خپل تېل پر وینزوېلا پلورلي وو او خپلې پیسې یې اخیستي خو امریکا د ایران نه، د وینزوېلا مال نیولی وو.

په ورته مهال تېره ورځ بیا امریکا پر ایراني چارواکو د بندیزونو نوی لېست هم خپور کړی وو.

تر دې څو ورځې د مخه د امریکا د خزانې وزارت د ایران د نفتو په وزیر بېژن زنګنه او د نفتو په څو نورو لوړ پوړو چارواکو هم بندیزونه لګولي.

تهران بیا ویلي وو، د ډونالډ ټرمپ اداره، مایک پمپیو او کارمندان یې د ایران پر وړاندې د اقتصادي جګړې په پیلولو سره د ایران د حکومت نسکورولو او نا کرارۍ په لټه کې دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.