The news is by your side.

په تذکره کې زما او زما د مور نوم! هیلۍ ارشاد

خبریال وېبپاڼه – زه هیلۍ ارشاد، له ویاړه ډکه مور ؛ نیلاب او لیلا مې لوڼې او د محترمې کوکو جانې لور یم. زه په یوه لوستې کورنۍ کی زېږېدلې یم خو ادې مې بې سواده وه.

څلوېښت کاله مخکې د نور محمد تره کي د زعامت په وخت کې د وخت د استخباراتو له خوا زما پلار، دوه ځوان ورونه مې او دوه ځوان اکا ګان مې شهیدان شول. هغه توره او غمجنه شپه به مې هېڅ کله هېره نه شې، کله څې په توره ترګمۍ کې نقاب پوشانو زموږ په کور باندې یرغل وکړ او راسأ زما د پلار کوټې ته ننوتل، لکه څې پلار مې پوه وو، خپله خولۍ یې په سر کړه، چپنه یی په اوږو کړه، حتی خپل قلم یې په جیب کې کړ او په استوارو قدمونو ورسره وخوځېد، د هغې کوټې وره ته و درېد څې زموږ ټول فامیل په کې ناست وو، زما ورونو ته یې مخ کړ په قاطعیت یې ورته وویل: په ادې به مو ډېر پام کوﺉ، ما سره یې ټول عمر اوږه راکړې (خو ګواکې نه پوېیده څې زامن به یی هم بندیان کیږي) بیا یې مخ زما ادې ته کړ وویل: په لوڼو به مې تحصیل کوې، لوڼو ته به مې ددوی حقه حقوق ورکوې، زامنو سره به مې مساوي حقوق لري، ځکه زه ایمان لرم زما لوڼه زما په ځای کیناستی شي او زما نوم به روښانه ساتي. بس همداسې ورسره روان شو.

له هماغه ورځې را په دې خوا موږ آرامه ورځ و نه لیده، خو یوې بې سوادې مور پنځه زده کړه لوڼي د لسانس په کچه ټولنې ته وړاندې کړي. ویل یې شاید آسانه وي خو د موږ په ټولنې کې یوه یواځې ښځه، موږ ته جرات راکوي، زموږ حقه حقوق راپیژني، حق او عدالت راپېژني، مبارزه را زده کوي، موږ ته وایي د حق په لاره کې له سره تېر شﺉ!

ویاړم په خپلی بیسوادې ادې!

ادکې مورې خدای دې وبخښه!

زه یتیمه د ولس استازې په ولسي جرګې کې شوم، زما د ټولنې ځوانان په زده کړو شول، نجونې ښوونځیو ته ځی خو فکرونه مو ولی په شا روان دی؟ ولې په ذهنونو یې د جهل تورې پردې هوارې دي؟ ولې رواج او دودونه په شرعیت غالب شول؟

شرعیت: جنت د مور د قدمو لاندې دی، خو ځوانان مو د مور په نوم شرمیږی.

قرآن شریف: عیسی ابن مریم ( عیسی د مریم زوی دی ) پلار یې نه درلوده خو الله تعالی ښځې ته دا توانایي ورکړې څې به غیر له نارینه اولاد راوړي، خو نارینه ته دا توانایي نه ده ورکړل شوې.

ګرانو ځوانانو؛ محترمو ورونو دا ولې؟؟ څنګه، کله څې تاسې نارینه ښځې بلاربوی او بیا په افتخار خلکو ته ووایﺉ، څه پنځه یا لس زامن لرم، نو دا زامن چا درته راوړل؟؟؟ بیا د همغې ښځې په نوم شرمېږي؟

او ته ېی نهه میاشتې د یوې ښځې په خېټه کې وې بیا د هغې له رحمه دنیا ته راځې، بیا په هماغه ښځې شرمېږې؟؟ د خپلې ښځې د لاس پخلی په خپلو ملګرو او فامیل خورې بیا پرې شرمیږې؟؟؟

ورورکه ستا نطفه د ښځې په بطن کی تړل کیږي، سترګې دې خلاصې کړه، ذهن دې د انسانیت په رڼا منور کړه.

لیکنه: هیلۍ ارشاد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.