The news is by your side.

له دې وروسته به پر تورخم ١٤٠٠ بار وړونکي موټرونه تګ راتګ کوي

خبریال وېب پاڼه/ په تورخم ښارګوټي به له دې وروسته په ٢٤ ساعتونو کې ١٤٠٠ باروړونکي موټرونه تګ راتګ کوي.

تورخم کې پاکستاني چارواکو له افغان مسؤولینو سره په تورخم کې د افغا سوداګرو پر مخ د سهولتونو برابرول په موخه ناسته کړې او دواړو لوریو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به هره ورځ یوازې ١٤٠٠ بار وړونکي موټرونه د تورخم د کمېسارۍ د پلان له مخکې عبور کوي.

د ننګرهار ولایت د ګمرک رییس نصرت الله صاحبزاده وایي، د پاکستاني لوري سره یې سوداګرو ته د سهولتونو او اسانتیاوو پر برابرولو ناسته کړې، د دواړو لوریو کمېسارۍ مسؤولین پلان جوړوي او وروسته به یې ګمرک ته وسپاري، چې هرو ٢٤ ساعتونو کې ١٤٠٠ بار وړونکي لوی موټرونه وکولی شي عبور وکړي او ګمرګ به هم په خپلو برخو کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي صاحبزاده زیاته کړې، چې له دې وروسته به په کراچۍ بندر کې هم د مالونو سکن چې تر وړاندې شله سلنه وو، پنځه سلنه شي.

په دې ناسته کې دا راز پرېکړه شوې چې د پاکستان اړوندو لارو کې به غیر قانوني ټرمېنلونه تړل کیږي، په جمرو کې له سکنر او تورخم کې له تالاشۍ وروسته به موټرونه له ځنډ پرته پر لارې عبور وکړي.

دوی همدا رنګه پرېکړه کړې، چې د لویو بار وړونکو موټرونو لپاره به ټرازیټي او ځانګړی سړک جوړ شي، تر څو صادراتي توکو موټرې پرې سم تګ راتګ وکولی شي. او د اوږد مهاله ستونزه د اساسي حل په موخه به مسؤولین لا نور لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان په بندرونو کې ١٥٠٠٠ زره بار موټرونه بند پاتې وو او پاکستان د را اوښتو اجازه نه ورکوله همدا شان دلته د افغانستان بندرونو کې هم په سلګونه موټرونه پاکستان ته د اوښتو په تمه په بندرونو کې ولاړ وو.

پاکستان هر ځل د بندرونو او سوداګریزو لارو په تړلو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکو ته ضربه ورکوي، خو د افغان چارواکو په هڅو او د دواړو لوریو په جوړجاړیو پاکستان بېرته د لارو او بندرونو په خلاصولو رضا کیږي.

اوس مهال افغان سوداګر په ډېرو ستونزو د پاکستان هېواد سره پر فرضي کرښو اوړي او توکي صادروي، پاکستان ډېر کله د افغان سوداګرو د صادراتو او وارداتو پر وړاندې خنډونه او ستونزې جوړوي او د لاو په تړلو سره سوداګرو او کروند ګرو ته په میلیونونه ډالره زیان اړوي.

اوس مهال د سیمې له نورو هېوادو سره د سوداګذیزو لارو او اړیکو په جوړېدو سره له پاکستان هېواد سره د پخوا په پرتله سوداګري او راکړه ورکړه زیاته کمه شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance