The news is by your side.

پاکستاني خبريالان: پوځ يې هر وخت ګواښې

خبريال ويبپاڼه /په پاکستان کې ميشتو ۱۵۰ خبريالانو ددې هيواد له د پوځ او ځينو دولتي چارواکو له ګواښونو څخه شکايت کړی او ويلي دي چې دوی ته په ټولنيزو رسنيو کې د پوځي کسانو او حکومتي مشرانو له خوا ډول ډول ګواښونه کيږي.

دغو ۱۵۰ خبريالانو د پاکستان ملکي حکومت ته يو اعتراضيه ليک ليکلي او د پاکستان له ملکي حکومت څخه يې غوښتي چې د دوی ژوند بايد خوندي کړي او دوی ته د دا ډول ګواښونو مخه ونيول شي.

په دغه اعتراضيه ليک کې د پاکستان ميشتو خبريالانو له خوا دا هم ويل شوي چې د پاکستان پوځ کوښښ کوي چې ټولې رسنۍ او خبريالان تر خپل کنټرول لاندي راولې او پر دوی خپلي غوښتني ومني.
پاکستاني خبريالانو د عمران خان په مشرۍ له ملکي حکومت څخه غوښتي چې ددې ډول ګواښونه شفافه څيړنه بايد وشي او هغه کسان بايد ونيول شي د رسنيو کاروکونکو ته ګواښونه کوي.

هيره دې نه وي چې په اسلام اباد کې پاکستاني خبريالانو د اعتراضه ليک سربيره يوه احتجاجي ناسته هم کړي ده او له ملکي حکومت څخه يې غوښتي چې د خبريالانو ژوند ته بايد جدي پام وشي.

د اسلام اباد د خبري کانفرانس مرسيالي مشرې سعيده کمال وويل چې په پاکستان کې د خبريالانو ژوند ډير تريخ دی په تيره بيا د ښځينه خبرلانو سعيده کمال په د ګوندنو په مشرانو او دولتي چارواکو هم تور ولګول چې دوی د ښځينه خبريالانو په وړاندي له ډير بد چلند څخه کار اخلي.

بايد وويل شي چې پاکستان کې ميشت خبريالان له هغه وروسته ددې هيواد د پوځ او دولتي مشرانو په وړاندي احتجاج کوي چې څه موده مخکي هغه خبريال ته هم ددې هيواد د پوځ له لوري د مرګ ګواښونه شوي چې د پاکستاني پوځ د پخواني وياند د غلا او رشوت راپورنه يې خپاره کړل.

هيره دي نه وي چې پاکستان په نړي کې د خبريالانو لپاره تر ټولو له خطرناکو هيوادنو څخه شميرل کيږي .
پاکستاني پوځ او ددې هيواد استخباراتي ادراې تل کوښښ کوي چې خبريالان په خپل کنټرول کې وساتي کوم خبريالان چې يې له خبرو انکار وکړي يا يې وژني او يا تريم تام شي چې د مرګ او ژوند معلومات يې بيا هیڅ چاته نه وي.

د يادولو وړ ده چې دری ورځي مخکې د بلوڅو د حقونو فعاله شاهينه شاهين بلوڅ هم پر مرموز ډول وويشتل شوه او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance