The news is by your side.

امریکا تر راتلونکو ورځو د خپلو ځواکونو شمېر نور هم کموي

خبریال وېب پاڼه/ ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان او عراق کې د ځواکونو شمېر راتلونکو څو ورځو کې نور هم کم کړي. نوموړي د ځواکونو د وتلو کره نېټه او ورځ نه ده یاده کړې.

د امریکا سپینې ماڼۍ چارواکي هم وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان او عراق د خپلو زیاتو ځواکونو د ویستلو پرېکړه کړې او په دې اړه به راتلونکو څو ورځو کې اعلان وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یو ځل بیا نوماند دی، غواړي تر ټاکنو وړاندې له عراق او افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي.

د ځواکونو د ویستلو پرېکړه د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان او د ټرمپ سر سخته سیالان کمپایني بولي.

له دې سره جوخت د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند جوبایډن هم ویلي، د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ ته د بریالي کېدو په صورت کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي او امریکا ته به یې وغواړي.

ناټو او د امریکا ملي دفاع وزارت یا پټاګون هم ټینګار کړی، که دوی خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي بیا به هم د ترهګرۍ پر وړاندې له افغانستان سره مرسته کوي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به تمویلوي. څو افغانستان بیا د ترهګرو پر هډه بدل نه شي او نه له دې خاورې امریکا او نورې نړۍ ته ترهګریز ګواښ پېښ شي.

امریکا د فبرورۍ په ٢٩مه نېټه په قطر کې له طالبانو سره د سولې هوکړې د لاسلیک پر اساس په هوکړه کې ژمنه کړې چې دوی به د ١٤ میاستو په موده کې خپل ټول ځواکونه وباسي، تر دې دمه امریکا افغانستان کې څه باندې اووه هډې تخلیه کړي او افغان ځواکونو ته یې سپارلي او سلګونه ځواکونه یې له افغانستان وتلي، خو امریکا ټینګار کوي چې کمه موده کې به خپل ټول ځواکونه وباسي.

د سولې له هوکړې وروسته امریکا او طالب وسله والو بیا سره جګړه نه ده کړې او نه هم امریکا پر طالبانو هوایي بریدونه کړي، خو له افغان ځواکونو سره د طالبانو جګړې زور اخیستی او د امریکا سره د سولې د هوکړې پر خلاف کې چې وسله وال طالبان په افغانستان کې تاوتریخوالی کموي، لا څو برابره زیات کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.