The news is by your side.

د امو نهنګانو او بند امير لوبډلو تر منځ د شپږيزي شپږمه لوبه

خبريال ويبپاڼه/ نن چهار شنبه د شپږيزي ملي سياليو شپږمه لوبه د بندي امير ښارمارانو او امو نهنګانو تر منځ لوبه اوس مهال په غازي لوبغالي کې تر سره کيدونکي ده.
د لوبي پچه بندي امير ښامارانو لوبډلي وګټله چې لومړی يې د توپ اچوني پريکړه وکړه چې د ۵ لوبغاړو په وسوځيدو يي ۱۴۳ منډي وکړي.

بل پلو بندي امير ښارمارانو هم ښه لوبه وکړه ددې لوبډلي بارلرانو حامد حسن په ۴ اوره کې کوم لوبغاړی ونه سوځول او ۳۸ منډي يې ورکړل. شرف الدين اشرف په ۴ اوره د غوره بالينګ پرمټ ۲ لوبغاړی وسوځول او ۲۹ منډي يې ورکړي وفادرا بيا هغه بل لوبغاړی وو چې په ۴ اوره کې ېې ۱ لوبغاړي وسوځول او ۲۵ منډي يې وکړي ددې لوبډلي دوه نور سيلمانخيل او طارق هغه لوبغاړی وو چې غوره بالينګ يې وکړ.

بايد وويل چې اوس مهال د امو نهنګانو لوبډله د منډو جوړو په موخه په لوبغالي کې د لوبي کولو ته چمتوالی نيسي.

هيره دې نه وي چې په دغه ليګ کې سپين غر لوبډله تر ټولو مخکښه او ورپسي په دويم نمبر کې بندي امير ښارمان دي.
بايد وويل چې شپږيزه ملي ليګ په داسی حال کې تر سره کيږي چې په افغانستان او نړۍ کې کرونا لړۍ روانه ده.

د افغان کرکيټ د رسنيو د برخي مشر فريد هوتک رسنيو ته ويلي چې دغه ليګ به د عامي روغتيا او نړيوال روغتيايې سازمان له سپارښتنو سره سم تر سره کيږي.

د ښاغلي هوتک په وينا د سږ کال شپږيزه ليګ به تر نورو ليګو يو څه متفاوت وي. فريد هوتک زياتوي چې سږ کال د کرونا د مخنوي په خاطر د نندارچيانو لپاره هم يو لړ شرايط ټاکل شوي دي.

 

بايد وويل شي د شپږي سيالۍ هر کال په دغو شپو کې په ډيرو شاندارو مراسمو تر سره کيږي چې د شپږو لوبډلو تر منځ د لسو اورنو لوبه تر سره کيږي.
چې د افعانستان له کوټ ، کوټ څخه په رزکونه نندارچيان د شپږيزي د ليدولو لپاره د غازي لوبغالي ته راځي.

د تير کال د شپږيزو جال سيالۍ د مس عينک لوبډلي وګټلي د محمد نبي عسي خيل لوبډل مشر وو.

چې د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلي تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.
او بيټنګ په برخه کې بريدګر ټوپ وهونکی ګبرز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړي وو.

خو سږ کال معلومه نه ده چې ددې سيالۍ ګټه به د کومي لوبډلي په برخه کي وي ځکه په لوبډله او ټول کاري ټيم کې جوت تغيرات راغلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.