داسي يو افغان چې په مالګه انځورګري کوي
خبريال ويبپاڼه /شايد د انځورګرۍ ډيري بڼي مو ليدلي وي او په خپله هم انځورګر ياستي او کار مو پکي کړی وي.
خو د مالګې پواسطه انځورګري کول په ټوله نړۍ کې بيخي کمه او ان افغانستان کې خو يې خلک له نامه سره هم نه دي اشنا. دا ځکه چې دا ډول انځورګري بيخي نوي او په ډيرو هيوادنو کې حتی له سره شته هم نه.
خو داسي يو افغان چې د مالګي په واسطه انځورګري يې نړيواله شوي او په ټوله نړي کې د ګوتو په شمار انځورګرانو څخه دی چې د مالګې په واسطه ډير جالب او حيراونوکي انځورونه کاږي.
که تاسو د بشير سطاني نوم په ګوګل ک سرچ يا ولټوئ په سلګونو داسي انځورونه به مو مخ ته راشي چې بشير سطاني د مالګي په واسطه انځورګري کړي دي.
بشير سلطاني په اصل کې د افغانستان دی چې اوس د کاناډا په پلازمينه ټورنټو کې اوسيږي. ښاغلی سلطاني زياتوي چې سيڼد ارټ يعنی له رسم شوي انځور څخه د مالګي په واسطه جوړول ډير سخت دی. ځکه سطاني وايې چې د پنسيل يا قلم پواسطه انځور رسمول خورا اسانه دی خو تر ټولو سخته دا ده چې د مالګي د زرو په واسطه د انځور ځني برخي سپڼي او توروې.
سلطاني زياتوي چې مالګه په ډيرۍ خوارۍ په همواره سطحه باند حل کوي او انځور پري کاږي.
د سلطاني په وينا که څه هم دا کار سخت دی خو له دې ډول انځور ګري سره دده له ماشومتوب څخه مينه وه. نو ځکه که هر څومره دا انځورګري سخته وي خو دی يې په ډيره مينه تر سره کوي.
دغه افغان نژاده بشير سلطاني وايې چې په انځور کې هغه وخت جذابيت پيداکيږي چې ځيني برخي د مالګي پواسطه سپينې او رنګ کړای شي.
دی وايې په مالګه انځورګري کول که څه هم سخت کار دی خو دد په وينا دا ډول انځورونه بيخي ژوندي او طبعي ښکاريږي. چې له ورايه د انځورګر هنر پکې جوت وي.
په مالګه انځورګري کول يا د مالګي انځورګري ته په نړۍ کې (سالټ ارټ) ويل کيږي چې بشير سلطاني په دغه ډکر کې لس کاله کار کړی دی.
بشير سلطاني اوس په فسبوک او انسټګرام کې هم ځانګړي د انځورګري لپاره پاڼي لري چې په زرګونو خلکو خوښي کړي دي.
ببشير سلطاني ډيری وخت د خپلو انځورنو د لا ښه ځليدا لپاره وخت نا وخته له رنګيني مالګي هم ګټه اخلي تر څو انځورونه يې لا ښه راشي.
که هم ددې افغان هنر او انځورګري په ڼړۍ کې بيخي بيله او حلا بڼه لري خو دی وايې چې شپه او ورځ کوښښ کوي چې د ماالګي په انځورګري کې يو نوی نوښت رامنځته کړي.
هيره دې نه وي چې له بشير افغان وروسته يو بل افغان اومان نيازی هم بيخي بيله او حيراونکي انځورګري کوي.
ښاغلی اومان د غنمو له پلالو څخه داسي حيراونکي انځورګري کوي چې په ليدو يې سړی هک حيرانيږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.