The news is by your side.

سږ کال په ننګراهار کې د زيتنو حاصلات د ۵ سوه ټنه زيات شوي

خبريال ويبپاڼه /د ننګرهار کانال څخه سږ کال د اټکل له مخې تر ۵ سوه ټنو پورې د زیتونو حاصلات را ټولیږي .

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د اړونده څلور ګونو فارمونو د شته زیتونو بڼونو څخه به سږ کال د اټکل له مخې ۵ سوه ټنه حاصلات را ټول شي ، چې د تېر کال په پرتله به په کې پنځه سلنه زیاتوالی رامنځته شي، د حاصلاتو د لوړیدو اټکل لامل د زیتونو بڼونو په مسلکي او عصري ډول پالنه ده .
د زیتونو دغه دولتي باغونه په ۱۳۴۲ کال کې جوړ شوي، ١٧٢٠ هکتاره ځمکه په ځان کې رانغاړي، چې پکې د زیتونو دوه سوه اویا زره حاصل ورکوونکې ونې شتون لري .

د زیتونو د بڼونو د پراختیا او د فابریکې د تولید لپاره لنډ مهالي او اوږد مهال پلانونه جوړ شوي چې یو له هغوی څخه راتلونکی کال د ٧۰٠٠٠ تازه نیالګيو کرنه ده چې ورته چمتووالی نیول شوی دی.

د يوه بل خبر له مخې د کرنې وزارت وايې روان کال کې به نږدې ۲۰۰ زره ټنه انار په هیواد کې تولید شي
د روان کال په لړ کې به د هیواد په لسو ولایتونو کې د انارو حاصلاتو لس سلنه زیاتوالی ومومي.
د کرنې وزارت وړاندینه ښیې چې افغانستان به په روان کال کې نږدې دوه سوه زره ټنه انار تولید کړي چې یوازې اتیا سلنه یې به د کندهار ولایت څخه ترلاسه شي.

خو یو شمیر بڼوال له همدا اوس څخه د حاصلاتو پلور لپاره یې د مناسب بازار نشتون له امله اندیښنه لري.
د انار حاصلاتو فصل د ټولیدو په درشل کې د هېواد په صاداراتي توکو باندې بندیزونه په ځانګړې توګه د پاکستان سره په پوله کې دا بندویزونه لرې شوي نه دي.
د کرنۍ مالدارۍ وزارت وړاندوینې په بنسټ سږکال به افغانستان له ۱۹۰ زرو ټن څخه زیات انار تولید کړي. له تیر کال څخه دولس زره ټنه زیات
د هېواد ۸۰ سلنه انار د کندهار څخه لاس ته راځي او وروسته بلخ او کاپيسا افغانستان کې ډیری انار تولیدوي.

پاکستان او هند بیا د افغانستان انارو عمده بازارونه جوړوي. په روان کال کې بیا پاکستان ته د ځمکې لارې او هند ته هوايي لارو په صادراتو بندیزونه لګول شوي دي بل لوري بزګران د سړو خونو نشتون له امله نه شي کولای توکي وساتې او په دې برخه کې نیوکه کوي.
له هغه سترو اتو سړو خونو چې حکومت یې د جوړیدو ژمنه کړې ده تراوسه پورې هیڅ یوه یې هم ګټه اخیستنې ته چمتو شوې نه ده.
د هېواد کورنیو ناخالص تولیدات کې د بزګرۍ برخه پنځه ویشت سلنه دی او ډير د کلیو او بانډو میشت خلک له دې لارې څخه خپل عواید پیدا کوي.

خو بل پلو بيا د کرني او مالدارۍ وزارت وايې چې سږ کال به د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې د زعفرانو هم عايدات زيات او ددې وزارت د يوې وړاندويني له مخي به سږ کال له ټول هيواد څخه ۲۴ متريک ټنه زعفران راټول شي.

د کرني او مالدارۍ وزارت وياند اکیر رسمتي رسنيو ته ويلي چې سږ کال په ټول هيواد کې په ۱۰ سلنه زياته ځمکه زعفران کرل شوي دي چې د لومړنيو شميرو له مخي سږ کال په ټول هپواد کې د زعفرانو عايد په زياتيدو دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.