The news is by your side.

ساندرا ګالينا: د کرونا د واکسينو قميت بايد راکم شي

خبريال ويبپاڼه /د اورپايي کمسون د روغتيايې څانګې مشره ساندرا ګالينا وايې چې کرونا واکسينو قميت بايد راټيټ شي.
د کویډ ۱۹ ناروغۍ لپاره د احتمالي واکسین د جوړښت په اړه د اروپا کمیسیون وايې د کویډ-۱۹ لپاره احتمالي واکسین باید د ټولو له یادې ډلې هغو هيوادنو ته هم ورکړل شي چې د کم عواید لرونکي وي.

د اروپا کمیسیون وایي د کویډ نوولس لپاره احتمالي واکسین باید د ټولو له یادې ډلې ټولو هغو هيوادونو ته ورکړل شي چې د کم عواید لرونکي دي.

د چاپیریال ساتنې،عمومي روغتیا او د اروپا پارلمان د اړین خوراکي توکو کمیټې غړو د اروپا په کمیسیون کې د روغتیا او د خوړو خوندیتوب د لوی مدير مرستیالې سره د لیدنې پر مهال د کم عواید لرونکو هیوادونو ته د کرونا احتمالي واکسین لاس رسي لپاره وړاندیز شوې بیې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د اروپا په کمیسیون کې د روغتیا او خوړو خوندیتوب لوی مدیر مرسیتالې ساندرا ګالینا سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د دغه واکسین بیه باید پنځه تر پنځلس یورو واوسي څو ټول هیوادونه وکړای شي ورته لاس رسي پیدا کړي.

د کرونا (کويډ ۱۹) واکسجن په اړه د اورپايې کميسون د روغتيا مشري ګالينا له هغه وروسته دغه وړانديز کړی چې څه باندي شل ورځي مخکې د روسي هيواد اعلان وکړ چې داسي واکسين يې جوړ کړي چې کولای شي کرونا ته ماتې ورکړي.
د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويله وو چې روسيه غواړي په دغه واکسينو نړۍ د کرونا له خطره وژغوري.

خو د رروسي له خوا د کرونا د درملنې د واکسينو ّپه اړه د روغتيا نړيوالو پوهانو يو لړ انديښنې هم څرګندي کړي.
د رغتيا پالانو.له خوا ويل شوي چې دغه واکسين ګڼ شمير جاني ورايض رامنځته کولای شي. چې له هغې ډلې بې حده زياته لړزه يا يخ کيدل دي.

هيره دي نه وي چې دوه اونۍ مخکي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اعلان وکړ چې امريکا به ډير ژر د کويډ ۱۹ وتکسين جوړ او نړيوال بازار ته به يې وړاندي کړي.

د اوپايې ټولنې د روغتيا څانګي مشري په داسي حال کې د کرونا د واکسينو د بييو د را کميدو غوښتنه کړي چې تازه پر برتانيا کې ددې ويروس نوي څپه خپره شوي ده.

خو بايد وويل شي چې افغانستان هم هغه هيواد دی چې کرونا سخت وځپل  او دلته ددې نارړغۍ دمخنوي لپاره هيڅ ډول درمل نشته.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.