The news is by your side.

ننګرهار کې ۱۶۰ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شول

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند سبز اباد له غونډۍ ۱۶۰ قلمه د لرغونو دورو اثار د کیندنو په پایله کې تر لاسه شول.

دغه تاريخي اثار د اسلامي، کوشاني او بودایي دورو سره تعلق لري، چې د لرغون پېژ ندونکو له لوري تر کیندنو وروسته تشخیص او د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د تاریخي ابداتو او لرغون پيژندنو مسئوولین وايي چې تمه ده د سبز اباد په تاریخي سیمه کې ډېر نور هم د مخکنیو دورو اثار ترلاسه کړي.

د تاریخي ابداتو مدیر احمدشاه عمري وایې چې د ترلاسه شویو اثارو کیندنې یې په تېر ۹۸ یم کال کې پیل کړې چې شپږ میاشتې یې دوام وکړ.

عمري زیاتوي چې دغه کیندنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودیجې له مخې ترسره شوې.

په همدې حال کې د سبز اباد تاریخي اثارو د کیندنې مسئول او د لرغون پيژندنې ریاست غړي محمد مبين وايي، چې د دوی په ترلاسه شویو اثارو، کې سکې، کنډولونه، ګچي مجسمې او نور بېلابېل اثار تر لاسه شول.

ده دغه راز وویل، چې پر دې منقولو اثارو سربېره یې په سیمه کې ۱۱ غیر منقول اثار چې اطاقونه دي، هم ترلاسه کړل.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحيم الله خوږياڼي وویل، دوی غواړي چې په سبز اباد تاریخي سیمه کې د تاریخي اثارو کیندنو او پلټنو ته لا دوام ورکړي او دغه راز په همدې سیمه کې یو موزیم هم جوړ کړي.

نوموړی زياتوي په ختیځ کې موزیم نشته، چې د جوړولو او منظورۍ په موخه یې هڅې روانې دي.

د اطلاعاتو فرهنګ رئيس وايي ، دوی د موزیمونو په برخه همدا راز هڅې پیل کړي، چې د سراج العمارت بڼ پاتې کارونه ژر تکمیل کړي او د پلان سره سم یې فرهنګي تشې را ډکې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.