The news is by your side.

د ايوبي کابل بازانو او مس عينک تر منځ لوبه

خبريال ويبپاڼه/ سه شنبه د شپږيزي ملي سياليو څلورمه لوبه د مس عينک او ايوبي کابل بازانو تر منځ لوبه اوس مهال په غازي لوبغالي کې تر سره کيدونکي ده.
د لوبي پچه مس عينک لوبډلي وګټله چې لومړی يې د تپ وهلو پريکړه وکړه چې د ۶ لوبغاړو په وسوځيدو يې ۱۶۴ منډي وکړي.

بل پلو ايوبي کابل بازانو هم ښه لوبه وکړه ددې لوبډلي بارلرانو نجات مسعود په ۴ اوره کې يو لوبغاړی وسوځول او ۱۱ منډي يې ورکړل. ضيا اکبر په ۴ اوره د غوره بالينګ پرمټ ۳ لوبغاړی وسوځول او ۳۰ منډي يې ورکړي ننګيالی خروټی هغه بل لوبغاړی وو چې په ۴ اوره کې ېې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۲۵ منډي يې وکړي.

بايد وويل چې اوس مهال د مس عينګ لوبډله د منډو جوړو په موخه په لوبغالي کې په لوبه بوخته ده چې تر دې دمه يې د ۲ لوبغاړو په سوځيدو ۲۸ منډي په اورنو کې جوړي کړي دي.

بايد وويل چې شپږيزه ملي ليګ په داسی حال کې تر سره کيږي چې په افغانستان او نړۍ کې کرونا لړۍ روانه ده.

د افغان کرکيټ د رسنيو د برخي مشر فريد هوتک رسنيو ته ويلي چې دغه ليګ به د عامي روغتيا او نړيوال روغتيايې سازمان له سپارښتنو سره سم تر سره کيږي.

د ښاغلي هوتک په وينا د سږ کال شپږيزه ليګ به تر نورو ليګو يو څه متفاوت وي. فريد هوتک زياتوي چې سږ کال د کرونا د مخنوي په خاطر د نندارچيانو لپاره هم يو لړ شرايط ټاکل شوي دي.

 

بايد وويل شي د شپږي سيالۍ هر کال په دغو شپو کې په ډيرو شاندارو مراسمو تر سره کيږي چې د شپږو لوبډلو تر منځ د لسو اورنو لوبه تر سره کيږي.
چې د افعانستان له کوټ ، کوټ څخه په رزکونه نندارچيان د شپږيزي د ليدولو لپاره د غازي لوبغالي ته راځي.

د تير کال د شپږيزو جال سيالۍ د مس عينک لوبډلي وګټلي د محمد نبي عسي خيل لوبډل مشر وو.

چې د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلي تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.
او بيټنګ په برخه کې بريدګر ټوپ وهونکی ګبرز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړي وو.

خو سږ کال معلومه نه ده چې ددې سيالۍ ګټه به د کومي لوبډلي په برخه کي وي ځکه په لوبډله او ټول کاري ټيم کې جوت تغيرات راغلي دي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.