The news is by your side.

پاکستان ١٥ زره کانټینرونو ته پر بندرونو د را اوښتو اجازه نه ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان په یو شمېر بندرونو کې د سوداګریزو توکو د لېږد ١٥ زره کانټینرونه بند پاتې دي او پاکستان د اوښتو اجازه نه ورکوي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ١٥ زره د سوداګریزو توکو د لېږد کانټینرونه چې نږدې دوه برابره کیږي د پاکستان په کراچۍ او نورو بندرونو کې ولاړ دي، افغانستان ته د را اوښتو په انتظار دي، خو پاکستان اجازه نه ورکوي.

پاکستانۍ رسنیو په راپورونو کې د لارو د بند پاتې کېدو لامل د مسؤولیت سلب او د ګمرکي چارواکو نا سم مدیریت او له ګمرکي مدیریت ناوړه ګټنه بولي.

له سوداګریزو لاریو نا سمه ګټه اخیستنه پر سوداګرو سوداګریز لګښتونو لوړول او ګمرکي محصولات پر صادراتو باندې منفي اغېز کوي.

همدا رانګه شاوخوا درې زره ٥٠٠ کانټینرونه له بندرونو د تېرېدو په موخه د پېښور شاوخوا، تورخم او چمن سرحدي تم ځایونو کې ولاړ پاتې دي.

ورسره څنګ کې بیا پاکستان له افغانستان سره د اړیکو پر ښه والي ژمنه او ټینګار کړی.

د پاکستان ولسمشر ویلي، په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات هیله مند یوو، با ثباته او امنه افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی او په افغانستان کې د سولې او اقتصادي پرمختیا د لیدو هیله لرو.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د افغانستان لپاره د پاکستان نوي سفیر منصور احمد خان سره په خبرو کې یادې څرګندونې کړي.

عارف علوي زیاته کړې چې د سوداګرۍ، اقتصاد او فرهنګ په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا پراختیا او ژمنتیا ته اړتیا لري.

نوموړي سفیر ته ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو د نږدې کولو، د اقتصادي او سیاسي اړیکو د ښه والي او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

عارف علوي داسې مهال افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر ښه والي ټینګار کوي، چې د دوی په بندرونو کې د سوداګرو له توکو ډکې لارۍ بندې پاتې دي.

پاکستان هر ځل د سوداګرو پر مخ سوداګریزو لارو او بندرونو په تړلو سره د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته ضربه ورکوي.

په روان زېږدیز کال کې پاکستان کوم لس ځلې د افغان سوداګرو پر مخ خپل بندرونه وتړل او د سوداګرو مالونه یې خراب کړل، چې په دې سره میلیونونه پیسې تاوان یې وکړ، خو بیا هم د تېر په څېر له افغان چارواکو سره نمایشي او د دروغو ژمنې کوي چې لارې او بندرونه به نه تړي او سوداګریزې اړیکې به لا پراخوي او د ایغان سوداګرو لپاره به لا سهولتونه برابروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.