The news is by your side.

مسيد: پاکستاني پوځ په شمالي ،زيرستان کې سخت ظلم شروع کړی

خبريال ويبپاڼه /د پښتون ژغوني غورځنګ د شمالي وزيرستان د شکتوی سمې مشر پرون مشال راډيو ته ويلي چې د پاکستان پوځ يو ځل بيا د شمالي وزيرستان په ځينو سيمو کې سخت ظلمونه شروع کړي دي.

ښاغلي مسيد زياته کړه چې د پنجاب پوځ له هغه ورسته يه شکتوې سميه کې په ځايې اوسيدونکو سخت ظلمونه شروع کړل چې ددې پوځ په پوځي موټر چاودنه وشوه او په ترڅ کې يې ۴ پوځيان هلاک شول.

د شمالي وزيرستان د شکتوې سيمې يوه بل اوسيدونکي عبدالمطلیب مشال راډيو ته ويلي چې کله په پوځ چاودنه وشوه د پوځ سرتيره کلي ته ورغلل څوک چې په مخه ورتلل وهل او ډبول يې د ښاغلي عبدالمطليب په وينا ددې کلي تر ۲۰۰ زيات وګړي د پاکستاني پوځ له لوري سخت ووهل شول.
دی زياتوي پوځ آن په هغو کاريګرو هم زړه ونه سوځول چې سره لمر ته يې د سرک په جوړولو کې کار کوي.

همدا راز عبدالطليب وويلل چې د شکتوي په ښوونځي تر ۸ ساعتو پاکستاني پوځ بنديان کړي وو په داسي حال کې ځينو کسان خو سخت ژوبل اوزخميان وو ځکه د پوځ سرتيرو داسي بې دريغه وهل کول چې د ډيرو سرونه او لاسونه مات يې کړل.

د هغه په خبره که پوځ دومره ميړنۍ وي هغه څوک دي ونسي چې دا ډول چاودني کوي د دوی يوازي په عامو خلکو ډير ښه زور بر دی.

هيره دې نه وي چې په پښتون ميشتو سيمو کې دا ډول چاودني په خپله د پاکستان پوځ او ددې هيواد استخباراتي اداره کوي تر څو په دغه سميو کې د پښتو ځپلو او ترهګړو روزني ته لار هواره کړي.

څو ځله مخکې هم د ترهګرو د نيولو او علمياتو په بهانه د پاکستان پوځ شمالي او جنولږبي وزيرستان کې ګڼ پښتانه شهيدان زخميان او بې شميره نور يې بې کوره او کورونه يې په دې بهانه ور وسوځول چې دلته ترهګره پټ شوي دي. حال دا چې دا پوځ په خپله د ترهګرو ځاله ده

د يادولو وړ ده عالزيب مسيد وويل چې دوی به نور د دې ظالم په وړاندي چپ پاتي نشي بلکي دده په وينا د پښتون ژغورني غورځنګ مشرتابه او ددې غورځنګ ګڼو مشرانو تصميم نيولی چې د پاکستاني پوځ خلاف په زرمک ، ټانګ او شکتوې سيمو کې خلک او راپورته او.ددې پوځ په خلاف تر هغو ودريږي تر څو د پاکستان پوځ خپل ناروا ظلمونه ختم کړي نه.وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance