The news is by your side.

د کرونا واکسينو په اړه د ټرمپ او جوبايډن ناندرۍ

خبريال ويبپاڼه /د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل سيال جوبايډن او د هغه په مرستيالې هيريس توندي نيوکې وکړي او وويل چې جوبايډون او ډله يې بايد د کرونا د واکسين په اړه د خپلو نامسولانه خبرو د کولو له امله د امريکا له خلکو بښنه وغواړي.

خو د ولسمشر ټرمپ د راتلونکي ټاکنو مخکښ سيال بيا پرون د يوې غونډي په ترڅ کې ولسمشر ټرمپ د کرونا د واکسينو د جوړيدو په اړه په دواغو تورن کړ.

جوبايډن چې پرون د امريکا په پنسيلونيا ايالت کې خپلو پلويانو ته په خبرو کې وويل چې ټرمپ هر وخت په سياسي دوراغو کې ښکيل وي.

خو په ورته مهال کې ولسمشر ټرمپ هم وويل چې امريکا له خوا دکرونا پر ضد جوړ شوي واکسين به له هر راز جانبي عواريضو غوندي او په راتلوونکو اونيو کې به په خلکو وويشل شي.

د ولسمشر ټرمپ جوبايډن تر منځ په داسي حال کې د کرونا د واکسينو پر سر ناندرۍ رامنځته کيږي چې تازه د روسيې هيواد اعلان کړي چې د کرونا ضد واکيسنو په نړيوالو ويشي.

خو د روسي له خوا د کرونا د درملنې د واکسينو ّپه اړه د روغتيا نړيوالو پوهانو يو لړ انديښنې هم څرګندي کړي وې.
چې د روغتيا پالانو له خوا ويل شوي وو چې د روسي له خوا د کرونا جوړ شوي واکسين ګڼ شمير جانبي عورايض هم رامنځته کولای شي. چې له هغې ډلې بې حده زياته لړزه يا يخ کيدل دي.

هيره دې نه وپ چې د اورپايي کمسون د روغتيايې څانګې مشري ساندرا ګالينا پرون رسنيو ته ويلي وو چې کرونا واکسينو قميت بايد راټيټ شي.

د اروپا کمیسیون وایي د کویډ نوولس لپاره احتمالي واکسین باید د ټولو له یادې ډلې ټولو هغو هيوادونو ته ورکړل شي چې د کم عواید لرونکي دي.

د چاپیریال ساتنې،عمومي روغتیا او د اروپا پارلمان د اړین خوراکي توکو کمیټې غړو د اروپا په کمیسیون کې د روغتیا او د خوړو خوندیتوب د لوی مدير مرستیالې سره د لیدنې پر مهال د کم عواید لرونکو هیوادونو ته د کرونا احتمالي واکسین لاس رسي لپاره وړاندیز شوې بیې په اړه خبرې اترې کړې دي.
د اروپا په کمیسیون کې د روغتیا او خوړو خوندیتوب لوی مدیر مرسیتالې ساندرا ګالینا سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د دغه واکسین بیه باید پنځه تر پنځلس یورو واوسي څو ټول هیوادونه وکړای شي ورته لاس رسي پیدا کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.