The news is by your side.

د جنګ ځپلي هلمند مېرمنې له طالبانو سوله غواړي

خبریال وېب پاڼه/ د جنګ ځپلي ولایت هملند مېرمنې له طالبانو سوله غواړي او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل غوښتنه کوي.

دوی په لیکلي بڼه د زرګونو مېرمنو لاسلیکونه را ټول کړي او ورسره یې لیکلي چې د افغانانو خپ منځي خبرې دې ژر پیل شي تر څو اوربند وشي، جګړه ژر ودریږي.

هلمندیو مېرمنو په یوه سپینه ټوټه د زذګونو نورو مېرمنو لاسلیکونه را ټول کړي او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل غوښتنه یې پرې لیکلي.

د لاسلیکونو د را ټولولو لپاره د هلمند یوه فعاله شهناز فایز هلمند ولایت کې د نجونو په ښوونځیو، پوهنتونونو او ادارو ګرځېدلې او د څه باندې زر مېرمنو لاسلیکونه یې را اخیستي، چې ټولو په ګډه د سولې، اوربند، یووالي او د افغانانو د خپل منځي خبرو د ژر پیل غوښتنه کړې ده.

یادې مېرمنې وایي، په جګړه کې ډېر زیان مېرمنو لیدلی او د سولې په راتګ او بین الافغاني مذاکراتو کې باید د مېرمنو له حقونو دفاع وشي او لاسته راوړنې یې خوندي وساتل شي.

د هلمند را ټولو شویو ټولو مېرمنو پر نړیوالې ټولنې، افغان حکومت، وسله والو طالبانو او د افغان سولې لپاره د امریکا د دفاع وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد غږ کړی، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هڅې وکړي او افغان ښځو ته دې هم په کې ونډه ورکړل شي.

د هلمند مېرمنې داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه او په سوله کې د ښځو د حقونو پر دفاع او د لاسته راوړنو پر هوندیتوب ټینګار کوي، چې دوی په لسیزو جګړو کې تر بل هر چا ډېره قرباني ورکړې او ورسره څنګ کې د جګړو په سختو شرایطو کې یې هم لاسته راوړنې لرلي دي، چې اوس وېره لري د طالبانو سره له سولې وروسته یې لاسته راوړنې قرباني نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره دواړو لوریو چمتووالی ښودلی وو، حکومت د طالبانو پاتې ٣٢٠ بندیان پرته له شپږو یې ټول ور ازاد کړل او طالبانو هم مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی وښود، خو تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم خان وردګ ویلي، چې د دوی زندانیان پوره نه دي خلاص شوي، چې کله یې حکومت بندیان ور ازاد کړل بیا ورسره مذاکراتو ته کیني.

دا څوم ځل دی چې د طالبانو له لوري په یوه او بله پلمه له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو پیل له ټاکل شوې نېټ هم ځنډول کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.