The news is by your side.

داوړ: پر امرالله صالح بريد دافغانانو د دوښمنانو کار دی

خبريال ويبپاڼه/ د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ د ولسمشر غني په لومړي مرستيال امرالله صالح وروستی مرګونی بريد په سختو ټکو غندلی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان په پارلمان کې د پښتونو د حقونو مدافع نن د ولسمشر غني په لومړي مرستيال امرالله صالح له هفه بريد وروسته په خپله ټويټر پاڼه وليکل چې ( د ولسمشر محمد اشرف غني په لومړي مرستيال امرالله صالح بريد غندم او دا ډول بريدونه د افغانانو دوښمانانو کار دی)

ښاغلي دواړ خوښي څرګنده کړي او ويلي دی چې خوشاله يم چې د چې ولسمشر غني لومړی مرستيال له مرګوني بريد څخه روغ رومټ را وتلی دی.

د يادولو وړ ده چې د محسن داوړ سربيره د پښتون ژرغورني غورځنګ ډيرو غړو په امرالله صالح بريد غندلی او دا يې د افغانانو د دوښمنانو کار بللی.

د پښتون ژغورني غورځنګ يوه بل مخکښ او فعال غړي عسکر نديم هم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلې ( چې د ولسمشر غني په لومړي مرستيال په بريد خفه دي. خو عسکر نديم وړاندي ليکي چې خوشاله پر دې يم چې شکر امرالله صالح له دغه بريد څخه روغ رمټ وتلی دی.

هيره دې نه وي چې پر امرالله صالح بريد ګڼو سياسي مشرانو ، وکيلانو او لوړپوړو چارواکو غندلی دی.
له ارګ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ولسمشر غني په لومړي مرسيال بريد د افغانانو او سولي د دوښمنانو کار دی.

دا هم بايد وويل چې پر امرالله صالح بريد نن سهار اته بجي د کابل په زاړه تايمني سيمه کې پر داسي مهال وشو چې ښاغلی صالح له خپل کور څخه د دندې پر لور روان وو. چې له بريد څخه امرالله صالح روغ رمټ ووت خو د ۷ شهيدانو په ګډون ۱۴ افغان پکي ټپيان شول.

پر امرالله صالح بريد په داسي وخت کې کيږي چې په قطر کې افغان او طالب مرکچي پلاوي د سولې بين اقغاني خبرو ته کيني.

خو د طالبانو له خوا په يوه خپره شوي خبر پاڼه کې ويل شوي چې پر امرالله صالح نن بريدبريد دوی نه دی کړی.

بايد وويل شي چې پر امرالله صالح دا لمس مرګونی بريد چې روغ رمټ ترې راوزي. له دغه مرګوني بريد څخه څو مياشتي مخکي د کمپاين په شپو او ورځو کې د يوې غونډي پر مهال په پروان ولايت کې هم ورته بريد پر امرالله او ولسمشر غني وشو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance