The news is by your side.

٥٠٠ زره هلمندیان له زده کړو بې برخې دي

خبریال وېب پاڼه/ ٥٠٠ زره هلمندیان له رده ګړو بې برخې دي، چې زیاته سلنه یې نجوني تشکیلوي.

د هلمند د پوهنې رییس له یوې ځایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دا مهال په هلمند کې ٢٤٥ زره زده کوونکي ښوونځي ته ځي، چې له ډلې یې ٦٥ زره ٦٦٩ نجوني دي.

صفاري وایي په هلمند کې ٤٣٥ ښوونځي او دیني مدرسې زده کوونکي روزي، چې ٣٠ سلنه یې د هلمند ولایت په هغو سیمو کې دي، چې د وسله والو طالبانو تر واک او انحصار لاندې دي.

د نوموړي په خبرا د بهرنیو مؤوسسو په مرسته په لېرې پرتو سیمو کې ٢١٠ سیمه اییز کورسوونه او د زده کړو ټولګي فعال دي، ښاغلی صفاري ژمنه کوي چې راتلونکی کال به ٥٩ ښوونځي رغوي، چې په دې کې به لومړني، منځني او د لېسې دورې ښوونځي شامل وي.

هلمند یو د افغانستان له جګړه ځپلو ولایتونو دی چې د اوږدې مودې په جګړه کې ټولې برخې تخریب او له منځه تللي، ښوونځي په کې تړل شوي او د زده کړي بهیر په کې په ټپه درېدلی دی.

د هلمند زیات اوسېدونکي د جګړو او نا امنیو له کبله نورو ولایتونو او سیمو ته کډه شول او د ماشومانو د زده کړو لپاره یې خپلې مېنې پرېښودې.

افغانستان کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سم د خوندیتوب په موخه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ښوونیزې او تحصیلي ادارې وتړل شوې، خو د کرونا وبا لمن ورو ورو په ټولېدو ده.

د افغانستان په ګرمو سیمو کې د دې وبا د مثبتو پېښو شمېر را کم شو، په ټول افغانستان کې د روانې وږي میاشتې په لومړۍ نېټه د پلازمېنې کابل په ګډون د ټولو ولایتونو ښوونځي پرانیستل شول.

د پوهنې وزارت په امر ټول دولتي ښوونځيو د لېسې دورو زده کوونکو درسونه پیلیږي او د پاتې نورو دورو زده کوونکو درس نه به د کرونا با نه د خوندیتوب او روغتیایي لارښوونو په پام کې نیولو سره پیل شي.

د وږي میاشتې د لومړۍ نېټې راهیسې د ښوونځیو په پیلېدو سره په پلازمېنې کابل کې یو شمېر ښوونځیو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې ثبت شوي، خو که دا چاره نور هم دوام وکړي ښوونځي به د روغتیا وزارت او د کرونا وبا پر وړاندې د اضطاراي کمېټې په امر بیا تړل کیږي.

په ورته مهال روغتیا وزارت ویلي، چې د ژمي موسم په شروع کېدو، د کرونا وبا د لا خپرېدو او مثبتو پېښو د زیاتېدو ګواښ شته، چې وزارت ورته پوره تابیاوي نیولي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.