The news is by your side.

هلمند کې سږ کال القاح شویو غوا ګانو ښه پایله ورکړې ده

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې مصنوعي او القاح شویو غوا ګانو ښه پایله ورکړې ده.

سږ کال څه باندې ٤١٥٠ غواګانې په منصوعي ډول القاح شوي دي، د هلمند د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست پر وینا چې القاح شویو غوا ګانو ٩٥ سلنه مثبته پایله ورکړې ده.

یاد ریاست وایي، چې د هلمند په مرکز لښکر ګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د خصوصي سکټور پر مرسته د غوا ګانو په مصنوعي توګه د القاح مراکز فعال شوي دي، چې هر کال القاح شوې غوا ګانې په زیاته کچه ښه پایله ورکوي.

په مصنوعي توګه د القاح شویو غوا ګانو نه له یو حاصلو شویو نمونو څخه د هلمند د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر او یو شمېر حیواني روغتیا پالو له کړې.

اوس مهال هلمند کې په مصنوعي توګه د غوا ګانو د القاح کېدو لپاره د مرکز جوړولو او رغولو چارې د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له خوا په بشپړېدو دي، چې په ې توګه به مالدارانو ته سهولتونه برابر شي.

افغانستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دی چې خلک یې تر ډېره په کسبي کارونو، کرنې او مالدارۍ بوخت دي.

د افغانستان خاوره، اوبه او هوا د بېلابېلو بوټو او کرنیزو توکو د تولید لپاره ښه شرایط را منځته کړي او ورسره جوخت د غوا ګانو او کورنیو حیواناتو ښه تولیدات لري.

افغانستان کې اوږدې موې جګړې کرنې او مالدارۍ ته هم زیان رسولی، که جګړه نه وی خپل غنم او نورو کرنیزو او حیواني تولیداتو به د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو لپاره هم بسنه کړی وی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.