The news is by your side.

قطرمېشتي طالب مشر په (۶۵) لکه بله کوزده وکړه

خبریال وېبباڼهد افغانستان د حکومت سره په جګړه بوختو طالب مشرانو له جملې ملا نورالله نوري صیب تازه په (۶۵۰۰۰۰۰) شپږ نیم میلیونه کالدارو بله کوزده کړې ده.

نورالله نورى تېره ورځ  دزابل شاجوۍ ولسوالي دکجيرخېلوپه کلي کي دمعلم ولي لور په 6500000 لکه و غوښتله . دا پداسي حال کي ده چي وشاوخوا يوه اونۍ وړاندي يې 150 جريبه مځکه هم په همدې ولسوالي کي اخیستې وه.

په افغانستان کې دننه پر چارواکو ورونه دي چې ګواکې په فساد کې لاس لري‌او لوی جایدادونه یې جوړ کړي‌دي، خو اوس پوښتنه داده چې دومره لويي پیسې ملا نوري صیب له کومه کړې؟‌

تر دې وړاندي بل طالب مشر ملا خیرالله خیرخوا اخوند بله کوزده کړېوه. هغه په ایران کې له مېشت یوه افغان کډوال نه چې د هرات ولایت اوسېدونکی وو په ډېر لوړ قیمت لور غوښتې وه.

د نور الله نوري ورور ملا لطف الله د شاجوی ولسوالي‌ په چيشمو سيمه کي ډوډۍ کړې وه او د ورور د کوزدې خوشحاليیې لمانځله.

د طالبانو د کوټې شورا یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي‌خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوهمه او دریمه کوزده کول د هر مسلمان مسلم حق دی او ملا نور الله نوري چې کلونه په زندان کې تېر کړي‌وو باید دا حق ترې وانه خیستل شي.

یا دې سرچینې د کوزدې پخلی وکړ خو د جزیاتو ورکولو یې ډډه وکړه .‌

قطر مېشتو افغان طالب مشرانو ته د قطر حکومت په میاشتنۍ توګه د مصارفو له لاري (۲۰) زره قطري ریال ورکوي‌او دوی ته یې کورونه هم ورکړي دي .

له بله اړخه داسي‌ راپورونه هم تر لاسه شوي دي‌ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د فبروري د ۲۹ تر تړون وروسته امریکا متحده ایالاتو طالب مشرانو ته (۵) میلیونه ډالر هم د مرستې په ډول ورکړي دي‌چې تر اوسه لا رسمآ‌طالبانو په دې تړاو څه نه ديویلي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.