The news is by your side.

امير خان: هندو سخت دريزي باليوډ ته هم راوسيدل

خبريال ويبپاڼه /د بالييوډ مشهور ستوري امير خان له هغه وروسته دغه څرګندوني کړي چې په هند کې ډيريو رسنيو او ځنيو سخت دريزو هندو مذهب سياستوالو امير خان د هندو مذهب سره په خيانت تورن کړی دی.

دغه سوال چي ايا امير اخان د هندو مذهب پر ضد دی؟
شايد تاسو ته ډير عحب او جالبه ښکاره شي چې د هندوستان په دومره پر مختللي ټولنه کې هم داسي کړۍ شته چې يوه بل د مذهب ته په خيانت تورولو د شخصيت وژنه وکړي او په دا ډول کارونو د دينونو او مذاهبو تر منځ نقاف او تفرقه رامنځته کړي.
خو اوس په هند کې ډيری رسنيو په دې کمپاين بوختي دي چې وښيې امير خان د هندو مذهب ضد او یو سخت دريزی مسلمان دی.

په باليوډ سينما کې دغه ناندرۍ له هغه وروسته راپورته شوي چې امير خان په ترکيه کې د يوه فلم دشوټينګ پر مهال د ترکيه د ولسمشر له ميرمني امينه اروغان سره وليدل چې دغه خبر په خپله امير خان پر خپل ټويټر پاڼه هم ليکلی وو.

په ترکيه د هند سفير سنجای پاندا د امیر له تبصري وروسته غبرګون ښکاره کړ چې امير خان په خپله تبصره کې ليکلي وو (د ترکيې لومړۍ ميرمين امينه اردوغان يو له هغو ميرمنو څخه ده چې د واقعې سيمناګرانو سره تل ليده کاته کوي او له هغوي څخه دد منني په پار د هغوي مخ ته راځي.)

له دې وروسته د امير خان پر ضد دومره په تيزۍ سره د هند په رسنيو کې تبليغات وشول چې ډيرو لوړو چارواکو هم په امير خان نيوکې وکړې په تيره بيا د (BJP) هندو سخت دريزي ګوند غړو خو حتی امير خان د اسلامي سخت دريزو ترهګرو په ملګرتيا تورن کړ تر دې حده چې د باليوډ وتلي ممثلي ګانګا روانات په ټولينزو رسنيو کې دغه بڅث راپورته کړ( چې ايا د امير خان زامن مسلمان که د کوم بل دين پيروان دي؟)

له دې ورستو ګڼو رسنيو په امير خان راپورنه او خپروني جوړې کړي حتی تر دې چې د هنذوستان تر ټولو مشهور تلويزون هم تر دې نامه لاندي((آيا امير خان له هغو اسلام پالو سره لاس لري چې په هندوستان کې يې څو ځله مرګونې چاودني وکړي.))

هيره دې نه وي چې د ګڼوو نورو باليوډ لوبغاړو په څير امير خان ، شاهرخ خان ، او سلمان خان هغه مسلمان لوبغاړي دي چې په هند کې د واکمن سخت دريزي ګوند له خوا په وار، وار ځورول شوي دي.

په ۲۰۱۵ کال کې په شاهرخ خان هم ورته تورنه ولګول شول د هغه وخت د bjp ګوند ځينو چارواکو هغه له پاکستاني ترهګر حافظ سره په ملګرتيا تورن کړ. له دوه کاله ورسته چې شاهرخ خان په يوه فلم کې د ښه مسلمان په رول کې راڅرګند شو بيا هم د ډير هندو مذهبه سخت دريزو تر تنددو نيوکو لاندي راغی.

اميرخان هم د p k فلم له خپريدا وروسته د هندو سخت دريزو له سختو نيوکو سره مخ شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.