The news is by your side.

د پښتون ژرغورني غورځنګ غړی مولانا اعجاز ترور شوی

خبريال ويبپاڼه /دپښتون ژرغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې مونا اعجاز د پاکستان استخباراتي ادارې له خوا په اسلام اباد کې له يوې مدرسې تښتول شوی دی.

ښاغلي منظور پښتين وايې چې مولانا اعجاز ځکه د پاکستان استخباراتي ادارې ترور کړی چې د امن او سولي لپاره يې هلې ځلي او خبري يې کولې.
مونا اعجاز په اسلام اباد کې د پښتون ژرغورني غورځنګ غړی او تل يې په خپلو خبرو کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوله.
ښاغلي اعجاز ته څو ځله مخکي هم د پاکستان د خفيه ادار له خوا خبر ړاری ورکړل شوی وو.

مونا اعجاز په داسي حال کې د پاکستاني استخباراتي ادارې له خوا ترور کيږي.

چې تيرو څو ورځو راهسي په شمالي وزيزستان د شکتوې په سيمه کې د پاکستاني پوځ له خوا کرځ بنديز لګول شوی.
او ددې سيمه ۴۰۰ تنه پښتانه يې نيولي له نيولو وروسته د سيمې خلکو رسنيو ته ويلي چې پاکستان پوځ په دغه سيمه کې سخت ظلم شروه کړی دی.

د شمالي وزيرستان د شکتوې سيمې يوه اوسيدونکي عبدالمطلیب مشال راډيو ته ويلي چې کله په پوځ چاودنه وشوه د پوځ سرتيره کلي ته ورغلل څوک چې په مخه ورتلل وهل او ډبول يې د ښاغلي عبدالمطليب په وينا ددې کلي تر ۲۰۰ زيات وګړي د پاکستاني پوځ له لوري سخت ووهل شول.
دی زياتوي پوځ آن په هغو کاريګرو هم زړه ونه سوځول چې سره لمر ته يې د سرک په جوړولو کې کار کوي.

همدا راز عبدالطليب وويلل چې د شکتوي په ښوونځي تر ۸ ساعتو پاکستاني پوځ بنديان کړي وو په داسي حال کې ځينو کسان خو سخت ژوبل اوزخميان وو ځکه د پوځ سرتيرو داسي بې دريغه وهل کول چې د ډيرو سرونه او لاسونه مات يې کړل.

د هغه په خبره که پوځ دومره ميړنۍ وي هغه څوک دي ونسي چې دا ډول چاودني کوي د دوی يوازي په عامو خلکو ډير ښه زور بر دی.

هيره دې نه وي چې په پښتون ميشتو سيمو کې دا ډول چاودني په خپله د پاکستان پوځ او ددې هيواد استخباراتي اداره کوي تر څو په دغه سميو کې د پښتو ځپلو او ترهګړو روزني ته لار هواره کړي.

څو ځله مخکې هم د ترهګرو د نيولو او علمياتو په بهانه د پاکستان پوځ شمالي او جنولږبي وزيرستان کې ګڼ پښتانه شهيدان زخميان او بې شميره نور يې بې کوره او کورونه يې په دې بهانه ور وسوځول چې دلته ترهګره پټ شوي دي. حال دا چې دا پوځ په خپله د ترهګرو ځاله ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.