The news is by your side.

پوتين: افغانستان لا هم له سختو ستوتزو سره مخ ده

خبريال ويبپاڼه /د روسيې ولسمشر ولاديمير پويين ويلي چې د افغانستان وضعیت سم نه دی او دغه هيواد تراوسه پورې هم د ستونزو څخه ډک دی. د ښاعلي پوتين په وينا افغانستان اوس د تروریزم له سخت ګواښ سره مخ او دې هيواد کې لا هم د داعيش ډلې شتون ددې څرګندونه کوي چې افغانستان کې نړيوال ترويستان شته.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چې په شانګهای سازمان کې د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې په انلاین توګه خبرې کولې وویل چې د افغانستان وضعیت تراوسه پورې هم د ستونزو څخه ډګ پاتې دي او اړتیا ده چې د تروریزم سره ګډه مبارزه ترسره شي.

ښاغلي پوتين زيانه کړه چې د نشه يي توکو غیرې قانوني راکړه ورکړه ،سازمان شوي او انترنیتي جرایم او ځينو جرمونه له هغو مسایلو څخه یاد کړل چې د پوتین په خبره افغانستان او نړۍ ګواښې.

بل لوري د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هم د شانګهای همکاریو سازمان د ناستې پيل نه وړانډې خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ددې سازمان رول اغیز لرونکی دی او ددې سازمان ګډي مرستې کولای شي شي د نشه يي توکو په کمښت باندې مثبت اغیز وکړي.

د شانګهاي همکاریو سازمان غړیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ناسته تیره ورځ پيل شوې او نن لا هم دوام لري.

بايد وويل چې دوه ورځي مخکي د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم له يوه عربي تلويزون الجزيرې سره په خبرو کې وويل چې سوليز افغانستان د سمي او پاکستان په ګټه دی.
عمران خان زياته کړه چې دوی کوښښ کوي چې افغانستان کې دايمي سوله راشي. خو ولي ده تور پوري کړ چې هند په افغانستان کې جکړې ته لمن وهي او نه غواړي افغانستان کې دايمې سوله راشي.

د روسيې او پاکستان چارواکې په داسي حال کې پر افغانستان کې د ستوتزو او نشيې توکو د قاچاق يادونه کوي چې په نړيواله کچه پر دې دواړو هيوادنو تور دی چې د افغانستان په نا امنۍ کې د دوی لاس دی.

هيره دي نه وي چې پاکستان خو په ښکاره ډول په افغانستان کې لاس وهنې کوي ځکه تيره ورځ د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح هم په يوه مرکه کې وويل چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه ور سره منلي طالبان د دوی مليشي دي.

بايد وويل شي چې په پاکستان کې د طالبانو دوه شورا د کوټي او پيښور شورګاني شتون لري چې داسي ويل کيږي چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله په پاکستان کې شتون لري.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.