په جلا شپنیو عملیاتو کې پنځه تنه د داعش مهم غړي نیول شوي
خبريال ويبپاڼه/ تېره شپه په ختیځ کې ملي امنیت ځانګړې (صفر دوه) قطعې د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار اتمې ناحیې مومن اباد سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د داعش ډلې یو قوماندان اولدار مهشور په بابک نیول شوی. او په دغه ځانګړو عملیاتو کې ملا غني الله چې د کنړ ولایت، څوکۍ ولسوالۍ لپاره تش په نوم د داعش قاضي و هم نیول شوی.
همدا راز د (صفر دوه) قطعې د بهسودو ولسوالۍ یوولسمې ویالې سیمه کې شپني عملیات کړې
. په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې دوه نور مهم غړي عبدالعزیز چې د جلال اباد ښار لپاره ځانمرګو د انتقال دنده لرله د بل غړي جابر سره یو ځای نیول شوي دې. همدا رنګه یو بل تن د داعش غړی چې عبدالجلال نومیږي د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه په شپنیو عملیاتو کې نیول شوی. نوموړي د ننګرهار محبس برید کې هم لاس درلود. د یادولو وړ ده چې د نیول شوو غړو څخه د داعش ډلې مهم اسناد هم ترلاسه شوي.
د ياد ولو وړ ده چې څه مو ده مخکي هم د ملي امنيت ځواکونو په ننګراهار ولايت کې د داعيش ډلي استخباراتي مشر نيولی وو.
د داعش ډله چې مخکې د افغانستان په مشرقي زون کې تر ټولو پياوړي او خطرناکه ډله شميرل کيده خو له تير کال راهسي دا ډله مخ کمزوري کيدو او د ختميدو سره مخ ده ځکه تير کال د ملي پوځ له سختو بريدنو وروسته ددې ډلي ګڼ شمير جنګيالي يا ووژل شول او يا افغان حکومت ته تسلم شول.
بايد وويل چې په داعش ځواکونو کې تر ډيره پاکستاني وکړو شتون درلود.
د پوځي شنونکو په باور په افغانستان کې داعش شتون نه درلود بلکي د پاکستان استخباراتي ادارې روزل شوو کسانو د داعيش په نامه جکړه کوله .
داعيش هغه ډله ده چې مرکز يې د سوريې په عربي هيواد کې دی او دغې ډلې له ۲۰۱۴ را په دې خوا ډير پرمختګ وکړ ، په سوريه ، او ځيني نورو عربي هيوادنو کې يې ډيري ځمکې ونيولي او نړيوال اسلامي خلافت اعلان کړ.
داعش ډلي په افغانستان په ډيرو سميو کې په تيره بيا پلازمينه کابل کې سخت خونړي بريدونه وکړل چې ګڼ افغانان پکې ژوبل او شهيدان شول. د داعيش تر ټولو خونړی بريد تير کال په پلازمينه کابل کې په يوه هوټل د واده په مراسيمو تر سره شو چې تر ۱۵۰ زيات کسان پکي ژوبل او شهيدان شول.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.