The news is by your side.

د بست ساتونکو او سپين غر زمريانو لوبډلو تر منځ د شپږيزي اتمه لوبه

خبريال ويبپاڼه/ نن چهار شنبه د شپږيزي ملي سياليو اتمه لوبه د ډيوې ګروپ بست ساتونکي لوبډلي او سپين غر زمريانو تر منځ لوبه اوس مهال په غازي لوبغالي کې تر سره کيدونکي ده.
د لوبي پچه د ډيوې ګروپ بست ساتونکو لوبډلي وګټله چې لومړی يې د توپ اچوني پريکړه وکړه چې په شلو اورنو کې د سپين غر زمريانو ۳ لوبغاړي وسوځول.

د ډيوې ګروپ بست ساتونکي لوبډلي ښه لوبه وکړه ددې لوبډلي بارلرانو امير حمزه په ۴ اوره کې ۲ لوبغاړی وسوځول او ۲۲ منډي يې ورکړل. محمد سليم په ۳ اوره د غوره بالينګ پرمټ ۱ لوبغاړی وسوځول او ۳۳ منډي يې ورکړي. ګلبدين نايب کريم جنت او سيد شيرزاد بيا هغه بل لوبغاړی وو چې د بست ساتوونکي لوبډلي لپاره يې ښه بالينګ تر سره کړ.
بل بيا سيپن غر زمريانو د بست ساتونکو لوبډلي ته ۱۷۵ لوړ هدف وټاکل. چې د اوس د بست ساتونکي لوبډله ۱۷۵ منډو د‍ پوره کيدو په موخه په لوبغالي کې په لوبه بوخته ده چې تر دې مهاله يې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۰۸ منډي په ۱۴ اوره کې جوړې کړي دي. چې په ۵ اورنو کې د ۶۷ نورو منډو ته اړتيا لري تر څو په ننۍ لوبه کې بريا خپله کړي

هيره دې نه وي چې په دشپږيزه ليګ کې بند امير لوبډله تر ټولو مخکښه او ورپسي په دويم نمبر کې مس عينک اوبډله ده چې دريم بست ساتونکي ، څلورم سپن غر، پنځم کابل بازان ، شپږم امو نهنګانو لوبډله ده.
بايد وويل چې شپږيزه ملي ليګ په داسی حال کې تر سره کيږي چې په افغانستان او نړۍ کې کرونا لړۍ روانه ده.

د افغان کرکيټ د رسنيو د برخي مشر فريد هوتک رسنيو ته ويلي چې دغه ليګ به د عامي روغتيا او نړيوال روغتيايې سازمان له سپارښتنو سره سم تر سره کيږي.

د ښاغلي هوتک په وينا د سږ کال شپږيزه ليګ به تر نورو ليګو يو څه متفاوت وي. فريد هوتک زياتوي چې سږ کال د کرونا د مخنوي په خاطر د نندارچيانو لپاره هم يو لړ شرايط ټاکل شوي دي.

 

بايد وويل شي د شپږي سيالۍ هر کال په دغو شپو کې په ډيرو شاندارو مراسمو تر سره کيږي چې د شپږو لوبډلو تر منځ د لسو اورنو لوبه تر سره کيږي.
چې د افعانستان له کوټ ، کوټ څخه په رزکونه نندارچيان د شپږيزي د ليدولو لپاره د غازي لوبغالي ته راځي.

د تير کال د شپږيزو جال سيالۍ د مس عينک لوبډلي وګټلي د محمد نبي عسي خيل لوبډل مشر وو.

چې د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلي تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.
او بيټنګ په برخه کې بريدګر ټوپ وهونکی ګبرز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړي وو.

خو سږ کال معلومه نه ده چې ددې سيالۍ ګټه به د کومي لوبډلي په برخه کي وي ځکه په لوبډله او ټول کاري ټيم کې جوت تغيرات راغلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.