The news is by your side.

تخار کې ملکیان او ماشومان نه دي وژل سوي

خبریال ویبپاڼه/ تیره ورځ داسې راپورونه خپارل سول چې ګواکي په تخار ولایت کې پر یوه مسجد هوايي برید سوی او پکښي د ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ژوبل او مړه سوي دي چې اوس يې د افغانستان د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح غصه پارولې

ښاغلي صالح ویلي چې دی کره مالومات لري چې په تخار ولایت کې ماشومان او ملکیان په هوايي برید کې نه دي وژل سوي او له هغه سره به قانووني چلند وکړي چې دا اوازه یې خپره کړې

ښاغلي صالح پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي لیکلي چې  داسې اوازې خپرول خورا خطرناکه دي او باید خپرې نسي هغه ویلي له دې کسانو سره به قانوني چلند وکړي ښاغلي صالح د چا نوم نه دی یاد کړی

تیره ورځ د تخار ولایتي چارواکو داسې ادعا وکړه چې يوه هوايي برید کې چې جومات باندې سوی ۱۲ ماشومان وژلي او یو شمېر نور د مدرسې زده کوونکي ژوبل دي دا ادعا د تخار ولایتي ویاند  محمد جواد هجري تاید کړې وه

له دې خبر نشر وروسته په افغانستان کې د یوناما او بشري حقونو خپلواک کمیسون هم ویلي چې د دې ادعاوو په هکله به پلټنې کوي

تیره ورځ راپور کې وویل سول

چې تخار کې  پر یوه مسجد هوايي برید سوی چې ګڼو کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې چې قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي

په دې ولایت کې چارواکو هم منلې وه چې پر یوه مسجد باندې په غلطۍ سره هوايي برید سوی

راپورونه وايي چې په دې برید کې ۱۲ کسان وژل سوي چې یوه برخه يې ماشومان دي او ۱۲ کسه نور ټپیان سوی دي برید په سیمه کې پر یوه جومات سوی چې قربانیان د یوې مدرسې زده کوونکي دي سیمه کې خلک وايي چې ماشومان جومات ته د سبق ویلو لپاره تللي وو چې له دې پیښي سره مخ سول

دا سیمه په مرکز تالقان پسې اړه لري تراوسه داسې جزیات نسته چې دا برید بهرنیو او که افغان ځواکونو کړی خو نژدې راتلوونکي به مالومه سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance