The news is by your side.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل له شرایطو سره تړلي دي

خبریال ویبپاڼه/ د ناټو سرمنشي په تازه څرګندونو کې ویلي چې ټولو حالاتو ته په کتلو او ارزولو سره له افغانستانه وزي هغه څو ورځې وړاندې ویلي وو چې له افغانستان په دې خرابو شرایطو کې نه وزي

ینس سټولټنبرګ د ناټو ویلي د ناټو غړي به یوازي په هغه صورت کې له افغانستانه ووزي ترڅو د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر هوکړې ټول شرایط عملي سي

هغه وویل له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل له شرایطو سره تړلي دي، خو ده زیاته کړه چې ناټو، له نړیوالو ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو په ګډون دې شرایطو ته د امکاناتو له چمتو کولو سره مرستې ته چمتو ده، ناټو د دې خبرو ترڅنګ  په عین حال کې وویل چې  تر ۲۰۲۴ کاله د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونه مالي ملاتړ ته دوام ورکوي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تړون سوی هغوی اوس افغانستان کې امن دي خو طالبان بیا پر افغان ځواکونو او ملکیانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او په تیرو څو میاشتو کې یې ملکیانو ته په جګړو ماین چاودنو او ځانمرګه بریدونو کې درانه تلفات واړول

د افغانستان عام خلک غوښتنه لري چې د سولې اوسنی فرصت باید دې هېواد کې په عمومي سوله او امنیت بدل سي خو د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی د دې ښکارندويي کوي چې هغوی لاهم په افغانستان کې جګړه او افغان وژنه غواړي ځکه یوازي يې په وروستیوجګړو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ملکي کسان ووژل بې کوره يې کړل او له سختو ستونزو سره يې مخ کړل د هلمند د بې ځایه سویو خلکو پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډويي خبرې خپرې سوې چې له طالبانو په ګیله وايی چې دوی یې له کورنو ایستلي او د دوی له کورونو يې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.