کابل کې د مجرمینو د عکسونو ځړولو لړۍ پیل شوه
خبریال وېب پاڼه/ کابل ښار کې د پولیسو له لوري د مجرمینو د عکسونو ځړولو لړۍ پیل شوه.
یو شمېر عکسونه چې د پولیسو له لوري وځړول شول، په کې د مجرم عکس، نوم، د پلار نوم او د جرم یادونه شوې او له ښاریانو غوښتل شوي، چې د مجرمینو په نیولو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل امنیتي چارې له څو ورځو را هیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال امرالله صالح له لوري پر غاړه اخیستل شوې او صالح پرېکړه کړې چې د مجرمینو د نیولو لپاره د هغوی عکسونه د کابل ښار په څاور لارو او سړکونو را ځړیږي څو خلک هم د مجرمینو په نیولو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال امرالله صالح وروسته له هغې د کابل امنیتي چارو مسؤولیت په خپله غاړه واخیست، چې په کابل ښار کې غلاوې، هدفي او وسله والې وژنې او جنایي پېښو د ثبت شمېر اوج ته رسېدلی او کابل ښاریان پر رڼا ورځ د یوه مبایل او قیمتي توکو او پیسو لپاره د غلو له لوري وژل کیږي چې خلک په ډاډه زړه له کوره بهر نه شي را وتلی.
خو کابل ښاریان شکایت کوي چې هر کله غله دوی ولوټي له پولیسو مرسته وغواړي خو پولیس مرسته نه کوي او په زیاتو غلا او غدو کې د امنیتي حوزو مسؤولین او پولیس هم شریک دي.
دوی پولیس دې لپاره چې خلکو ته وښیي، د ټولنې خدمتګار دي او د هر ډول جنایتونو مخه نیسي، د کابل غله او مجرمین زموږ مخکې د یو څو شېبو لپاره نیسي، تالاشي کوي یې، خو چې د خلکو له سترګو پناه شي بېرته یې خوشې کوي.
بل لور بیا کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې دوی د غلو او جنایتکارانو له ډلې لسګونه تنه نیولي او د نورو د نیولو په هڅو کې دي چې د دې لپاره د خلکو همکاري هم ډېره اړینه ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.