The news is by your side.

طالبانو نیمروز کې پر افغان ځواکونو برید کړی

خبریال ویبپاڼه/ له نیمروزه راپورونه وايي چې تیره شپه د دې ولایت خاشرود ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د افغان پوځیانو پر یوه مرکز برید کړی چې له امله يې ۲۰ افغان سرتیري شهیدان سوي دي

د تخار له بریدونو وروسته دا بله خونړۍ پیښه چې دې نژدې ورځو  کې رامنځ ته کیږي وسلوالو طالبانو د سولې راتللو په درشل کې خپلو جګړو ته زور ورکړی د نمیروز د خاشردو ولسوالۍ محلي چارواکي د دې تلفاتو په منلو سره وايي چې تیره شپه یوه نیمه بجه وسلوالو طالبانو پر دې پوځي مرکز برید کړی

جلیل وطن دوست د خاشرود ولسوال رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې تیره شپه یوه بجه دا خونړی برید رامنځ ته سوی هغه ویلي اوس دا مرکز د وسلوالو طالبانو په لاس کې دی

د افغانستان سوېل ته د نیمرزو په خاشرود ولسوالۍ کې چارواکي وايي، بېګا د شپې یوه نیمه بجه د وسلوالو طالبانو برید کې ۲۰ افغان سرتېري وژل شوي او شپږ نیول شوي دي.

ښايي سولې ته په زیان رسولو د طالبانو بریدونه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زیات سوي ځکه د طالبانو له لوري تاوتریخوالی زیاتیدل د امریکا سره د دې ډلې د قطر دفتر د هوکړو څخه یوه سرغړونه ده امریکا او ناټو هم  د وروستي تاوتریخوالي د لږ کیدلو غوښتنه کړې خو منل سوې نه ده

طالبان خپلو جګړو ته په داسې مهال دوام ورکوي چې د نړۍ د دیني عالمانو د اتحادیې رییس په تازه څرګندونو کې د طالبانو  روانه جګړه ناروا بللې اوورته يې د مسلمان وژنې خطاب کړی هغه ویلي وو، دا چې له کفارو سره تړون کیږي او له مسلمانانو سره جګړې ته پلمې لټول کیږي دا په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده

او د دې جګړې کوونکي قاتلان دي تر دې وړاندې  هم د طالبانو  له لوري د افغانستان د جګړې د مشروعیت په هکله د نړۍ سترو دیني عالمانو د رد ځواب ویلی وو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.