ارزګان، هلمند، او کندهار کې ۵۲ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې
خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د ارزکان ولایت دهراود ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په ځوابیه برید کې ورته لوړه مرګ ژوبله اوښتې
دفاع وزارت ویلي لومړی د دهراود ولسوالۍ پر امنیتي پوستو وسلوالو طالبانو بریدونه کړي چې په ځوابیه برید کې ۲۳ وسلوال وژل سوي او ۱۴ کسه نور ټپیان دي خبرپاڼه وايي” و سلوالو طالبانو د ارزگان د دهراود ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاعي حالت کې د هوایی ځواکونو په مرسته د وسلهوالو طالبانو دغه بریدونه له ماتې سره مخ کړل د دغې نښتې په پایله کې ۱۳ تنه ترهګر ووژل شول، ۱۴ تنه ټپیان شوی دی او ۱۱ میله وسلې د یو ضرب هاون د مهمات او ۶ باب پتنځایونه هم له منځه یوړل شول“
افغان ځواکونه پر داسې مهال ارزګان کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي چې دوه ورځې وړادې يې لسګونه وسلوال زابل کې هم وژلي وو
په ورته مهال له کندهاره راپورونه وايي چې د دې ولایت میوند ولسوالۍ کې هم پر وسلوالو هوايي بریدونه سوي د دې ولسوالۍ په شلغمې سیمه کي د هوايي ځواکونو په بريد پنځه تنه ترهګر وژل سوي او پنځه کسه یې مرګوني ټپیان سوي همدارنګه يې پنځه میله بېلابېله وسله یې تخریب سوې ده.
د هوايي ګذارونو په لړۍ کې هلمند کې هم وسلوال په نښه سوي هوايي ځواکونو د لښکرګاه بشران سیمه کې د غه وسلوال په نښه کړي او له منځه وړي دي چې پرمهال يې وسلې مهمات او پټن ځایونه تخریب سوي دفاع وزارت وايي دې وسلوالو پر امنیتي پوستو د برید پلان درلود
د افغانستان دفاع وزارت پر داسې مهال دا خبر ورکوي چې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو سره چې دفاعي حالت کې د جګړې او بریدونو ډګر تود ساتلی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.