The news is by your side.

افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ ټرانزیټ کړی

خبریال ویبپاڼه/ مخکې چې به د افغانستان او پاکستان اړیکي خرابې یا به پاکستان خفه سو او یا به هم د پاکستان لارې وتړل سوې نو افغانستان کې به خوراکي او غیري خوراکي توکي زیات قیمته سول اوس افغانستان د پاکستان په ګډون له نورو هېوادونو سره ټرانزیټي لارې لري او په دې وروستیو کې يې له ایران سره د ټرانزیټي توکو کچه کې زیاتوالی راغلی

راپورونه وايي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه نیم زره لاریو خپل سوداګریز توکي د ایران له لارې منځنۍ اسیا ته ټرانزیټ کړی چې دا یوه لوړه شمېره په ګوته کوي

د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیتي توکو کچې زیاتوالی موندلی دی.ایراني چارواکي وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې،څه باندې دوه نیم زره لاریو،سوداګریز توکې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته ترانزیت کړي چې د تیر کال ورته مودې په پرتلې سره،اولس سلنه زیاتوالی ښیي.

دا راپور پر داسې مهال خپریږي چې موده وړاندې له پاکستان سره د افغانستان د راکړې ورکړي او ټرانزیټ د کمښت یادونه سوې وه او ویلي سوي وو چې ۶۰سلنه دا سوداګري  کمه سوې

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې دا کمښت د کرونا ناروغۍ د رامنځ ته کیدلو له وجې رامنځ ته سوی د دې خونې مرستیال یونس مومند وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لویو لارو له بندېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټکنۍ سوې دي

د ښاغلي یونس په خبره نور کلونه به شاوخوا ۲۰۰۰ بار موټر پاکستان ته تلل خو سږ کال دا شمېره نژدې ۹۰۰ ته کښه سوې ده، او دا ستونزه د افغان تلوونکو موټرونو د پلټنې په نوم زیات وخت باندې مصرفیږي چې ستونزې يې رامنځ ته کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.