The news is by your side.

پوتین: افغانستان کې د امریکا حضور د ثبات لپاره مرسته کوي

خبریال ویبپاڼه/ په پټه خو داسې ګمان کیږی چې لوړه کچه به روسیه د امریکا د هر پرمختګ مخالفه وي، ځکه داسې راپورونه چې روسیه په افغانستان له طالبانو سره د جګړې لیکو کې مرسته کوي خو اوس روسیه افغانستان د امریکا د حضور پلوي ده

د روسیې ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا ته زیان ته رسول روسیې ته زیا رسوي پوتین ویلي افغانستان کې د امریکا سرتیرو ته زیان رسول د روسیې ګټو ته زیان رسول دي هغه ویلي روسیه په افغانستان کې د امریکا حضور سره د جګړې مخالفت اړتیا نلري

د روسیې ولسمشر وایي،په افغانستان کې امریکایي سرتیرو ته زیان رسول د روسیې ګټو ته زیان رسوي.ولادیمیر پوتین وایي،په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو حضور په دې هیواد کې ثبات لپاره مرسته کوي.

ښاغلی پوتین دا څرګندونې پر داسې حال کوي چې دوحه کې د افغان سولې په تړاو د امریکا او  طالبانو هوکړه سوې او د دې لپاره خبرې روانې دي چې څنګه او په څه ډول ژر بین لافغاني خبرې پیل سي

په سیمه کې روسیه هغه هېواد بلل سوی چې د افغان سولې لپاره کولی سي مهم رول  ولوبوي د سولې تر خبرو وړاندې یوځل طالب پلاوی او بیا د افغان سیاسونو پلاوی روسیې هېواد ته تللی او د افغان سولې په هکله ږغیدلي

تر دې وړاندې روسیه څو ځله په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورنه سوه او داسې راپورونه هم خپاره سول چې روسیه د امریکايي سرتیرو د وژنې  په بدل پیسې هم ورکوي خو د دې ادعا په هکله ډونالډ ټرمپ وویل  چې  داسې کیسه نه ده او دا ادعا روسیې هم رد کړه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.