The news is by your side.

بنلګدیشي عالمان: افغان جګړه حرامه او ناروا ده

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د روانې جګړې او عام وژنې په هکله نژدې د هر اسلامي هېواد دیني عالمانو خپلو نظرونه او فتواوي ورکړې او دا جګړه يې غیري اسلام او ناروا بللې

تازه د بنګلدیش هېواد دیني عالمانو مفتیانو او ملایانو د یوې لويي غونډې په ترڅ کې چې افغانستان کې د سولې په لور دعوت تر عنوان لاندې جوړه سوې افغانستان کې روانه جګړه او انسان وژنه حرامه بللې وه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې غونډه کې د بنګلدېش هېواد ډیر شمېر دیني عالمانو ګډون کړی وو او دا غونډه يې د افغان سولې لپاره ځانګړې کړې وه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي بنګلدیش کې دیني عالمان او  مفتیان را ټول سوي او افغانستان کې يې روانه جګړه او وینه تویول حرامه بللې.

ګران هېواد وویل” د بنګلدیش هېواد دیني عالمانو او مفتیانو د یوې غونډې په ترڅ کې چې افغانستان کې د سولې په لور دعوت ترنامه لاندې يې جوړه کړې وه، روانه جګړه او وینه تویول  حرامه بللې او له طالبانو يې و غوښتل دا جګړه و دروي او د مسلمان وژنې سلسلې ته د پای ټکی کښېږدي”

ښاغلي هېواد وویل چې دې دیني عالمانو له طالبانو د اوربند کولو او د سولې په پروسه کې د اصلي مسایلو په هکله بحث کولو غوښتنه کړې

دافغان جګړې په هکله څو ورځې وړاندې د نړۍ د دیني عالمانو د اتحادیې رییس هم  روانه جګړه حرامه او ناروا بللې وه او ویلي وه چې دا جګړه باید ودریږي

د  نړۍ د دیني عالماانو د اتحاديې رییس شیخ احمد الرسوني په یوه تازه مرکه کې ویلي چې  د افغانستان روانه جګړه ناروا ده او څو ځله يې  د دې جګړې په هکله نظریات ورکړي

د ده په وینا د افغانستان حالات هر وخت ارزوي او په پوره بارو سره ویلای سي چې افغانستان کې روانه جګړه هیڅ شرعي جواز نلري او دا جګړه غیري اسلامي جګړه ده

نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې يې هم څو ځله د افغانستان جګړه مسلمان وژنه بللې او دا لوی جرم دی همداشان ځان وژوونکي بریدونه هیڅ جواز نلري ده له افغانانو غوښتي چې  اوسنۍ موضوع ته دي سیاسي حل لاره پیدا کړي او د خپل هېواد لپارهر دي کار وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.