میدان ودرګ: د طالبانو ماینونو د ۵ ملکي وګړو ژوند واخیست
خبریال ویپاڼه/ تیره یوه اونۍ کې د طالبانو له لوري په ماین چاودنو، بریدونو او جګړو کې د طالبانو له لوري لسګونه ملکي کسان شهیدان کړي له میدان وردګو ولایت څخه راپورنه وايي چې په دوه جلا پیښو کې د سړک غاړې ماینونو پنځه ملکي کسان شهیدان کړي
د میدان ولایتي ویاند وویل تیره ورځ ناوخته د دې ولایت جلریز ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه سوې،چې له امله یې څلور ملکي وګړي وژل سوي دي هغه وویل چې په یوه بله ورته پېښه کې د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې یوکس وژل شوی او یوبل ټپي دي.
د دې ولایت چارواکي وايي چې یاد ماینونه د لویو لارو پر سر د طالبانو له لوري ځای پر ځای سوي وو چې ملکي کسانو ته يې دا مرګ ژوبله واړوله
طالبانو څو ورځې وړاندې غزني کې په خپل ماین سره اته کسه شهیدان کړل هغوی د خپلو بریدونو په دوام هلمند ولایت کې زرګونه کسه بې کوره او شهیدان کړل دوی خپلو بریدونو ته په داسې حال دوام ورکوي او ملکي کسان په نښه کوي چې د نړۍ مشهوره دیني عالمانو او د عالمانو اتحادیې افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې تازه دبنګلدیشي عالمانو له لوري یو غونډه کې د افغانستان جګړه حرامه بلل سوې د بنګلدیش هېواد دیني عالمانو مفتیانو او ملایانو د یوې لويي غونډې په ترڅ کې چې افغانستان کې د سولې په لور دعوت تر عنوان لاندې جوړه سوې افغانستان کې روانه جګړه او انسان وژنه حرامه بللې وه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې غونډه کې د بنګلدېش هېواد ډیر شمېر دیني عالمانو ګډون کړی وو او دا غونډه يې د افغان سولې لپاره ځانګړې کړې وه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي بنګلدیش کې دیني عالمان او مفتیان را ټول سوي او افغانستان کې يې روانه جګړه او وینه تویول حرامه بللې.
ګران هېواد وویل” د بنګلدیش هېواد دیني عالمانو او مفتیانو د یوې غونډې په ترڅ کې چې افغانستان کې د سولې په لور دعوت ترنامه لاندې يې جوړه کړې وه، روانه جګړه او وینه تویول حرامه بللې او له طالبانو يې و غوښتل دا جګړه و دروي او د مسلمان وژنې سلسلې ته د پای ټکی کښېږدي”
ښاغلي هېواد وویل چې دې دیني عالمانو له طالبانو د اوربند کولو او د سولې په پروسه کې د اصلي مسایلو په هکله بحث کولو غوښتنه کړې
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.