لوګري ښوونکي د ریاضي نوی فرمول کشف کړ
خبریال ویبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست خبر ورکوي چې یو ښوونکی توانیدلی ترڅو د ریاضی یو نوی فرمول کشف کړي د مالوماتو له مخې چې دا فرمول د پوهنې وزارت ته استول سوی
د لوګر د پوهنې سرپرست رییس نثار احمد سیدي ویلي چې دا فورمول یوه ښوونکي سید ابراهیم موسوی کشف کړی او دوی د نورو اجراتو لپاره د پوهنې وزارت د ساینس او ټنکالوژۍ مرکز ته د څېړنې لپاره لیږل سوی
د لوگر ولایت یوه ښوونکي سید ابراهیم موسوي په ریاضۍ کې یو نوی فورمول کشف کړ.
دا فورمول د مشتق په برخه کې دی او په کابل کې د فلسفي ریاضۍ د څېړنې مرکز له لوري هم تایید شوی دی، خپله دا ښوونکی سید ابراهیم موسوي وایي، د ریاضي مضمون د مشتق په برخه کې د (n ام) درجې پولینومي تابع (p ام) مشتق لاسته راوړل او د (n ام ) حد (p ام) مشتق لاسته راوړل په هغه صورت کې چې ( n ) لوی له (p) نه وي د (p ام) حد د پیدا کولو لپاره یو نوی فورمول کشف کړی دی دده په وینا پوره یوه اونۍ يې کار پرې کړی او له هیڅ ماخذه يې ګټه نه ده اخیستې
د هلمند چارواکو خبر ورکړی دی چي د دغه ولايت يو یوولس کلن ماشوم په کمبودیا هیواد کي د ۴۰ هيوادونو تر منځ د ریاضي په سيالۍ کي لومړی مقام گټلی.
دا په داسې حال کې دی چې موده وړاندې یوه هلمندي ماشوم په نړیواله توګه د ریاضي په یوه سیالي کې صبغت الله د هلمند ولايت اوسېدونکی دی او لومړی ئې په هرات کي د رياضي په سيالو کي لومړی مقام گټلی وو. هغه تر دې وروسته بيا کمبودیا ته ولاړ او هلته يې د ۴۰ هيوادونو د شاگردانو ترمنځ د رياضي په سيالو لومړی مقام وگاټه
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.