د کرونا پیسو کې فساد: د اتو ولایتونو دوسیې ترڅېړنې لاندې دي
خبریال ویبپاڼه/ هرات، میدان وردګ، تخار، سمنګان، نورستان، بدخشان او کندهار هغه ولایتونه دي چې د بازرس ادارې له لوري یې چارواکي او مسؤلین يې د فسا د په تور څارنوالۍ ته معرفي سوي
د افغانستان د لويي څارنوالۍ د مالوماتو له مخې د هرات او میدان وردګ ولایت د ولایتي مسؤلینو دوسیې يې له تعقیب او تحقیق وروسته محکمې ته سپارلې
د افغانستان د لويي څارنوالي ویاند جمشید رسولي ویلي چې د هرات او میدان وردګ ولایت د کرونا برخه کې د فساد دوسیې يې محکمې ته سپارلې ترڅو نور اجرات باندې وسي
د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا او د ولایتي شورا غړي احمد کروخي، نجیبالله محبي او غلام حبیب هاشمي د هغو ۲۱ کسانو په ډله کې دي چې د کرونا پر ضد د مبارزې په بودجه کې د فساد تور پرې لګېدلی.
د ښاغلي رسولي په خبره چې د بدخشان او نورستان ولایتونو د فساد قضیې چې د بارس ادارې دوی ته سپارلي وو لاهم تر تعقیب لاندې دي
د ښاغلي رسولي په وینا د څلورو نورو ولایتونو کندهار، غور، سمنګان او تخار ولایتونو قضیې هم د بازرس ادارې دوی ته سپارلې چې کار به ورباندي وکړي او د قانون له مخې به وڅیړل سي
د کرونا برخه کې ټولو ولایتونو ته ځانګړې بودجه ورکول سوه ترڅو په هر ولایت کې پر روغتیايي خدماتو او له کورنا سره د مبارزې برخه کې مصرف سي خو د یادو ولایتونو په ګډون د افغانستان په نورو ولایتونو کې په دې پیسو کې یاهم فساد سوی او لاهم بې ځایه مصرف سوې
د افغانستان زابل هغه ولایت دی چې د کرونا په برخه کې ورته شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ ورکول سوې چې د ولایتي مسؤلینو په وینا تر اوسه لاهم روغې جوړې او بسته بندي په بانګ کې پرتې دي او په دې ولایت کې په هیڅ کومه برخه کې چې لازمه ده نه دي مصرف سوې
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.