The news is by your side.

هلمندیان: طالبانو لارو کې ګمرکونه جوړ کړي؛ له موټر چلوونکو پیسې اخلي

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې د جګړې سره سره لښکر ګاه ته د هلمند کندهار ۶۰۱ شهرا په شمول ټولې لارې د تګ راتګ پر مخ تړلي او د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي.

ولسي وګړي شکایت کوي چې وسله والو طالبانو په خپلو سیمو کې لارې پریښي او د چک پواینټونو تر څنګ يې ګمرکونه هم جوړ کړي چې په یوه او بله بهانه د موټر چلونکو څخه پیسي اخلي.

پر لاره تلونکي مسافر هم د پولیسو په نوم ځوروي او د موټور څخه يې کښته کوي.

د دوی شکایتونه زیات د ۶۰۱ نمبر شهرا چې کندهار او هلمند ولایتونه سره نښلوي څخه دي.

تېره ورځ د یادې لارې د خلاصون لپاره تازه دمي ځانګړي ځواکونه را ورسېدل.

یاد ځواکونه د هلمند کندهار پر عمومي ۶۰۱ نمبر شهرا راغلي او پر لاره راغلي او لومړي پړاو عملیات يې په بریالیتوب سرته ورسول.

هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين، د دفاع وزارت لوی درستيز، د کورنيو چارو ارشد معين او د ملي امنيت لوی رياست ولايتي مرستيال د ځانګړو ځواکونو هرکلي ته ورغلي وو او ترڅنګ يې له هغوی مننه او قدردانی وکړ، چې د لښکرګاه- کندهار لارې خلاصولو لومړی پړاو عمليات يې په شجاعانه او برياليتوب سره ترسره کړل.

د هېواد لوی درستيز او هلمند والي ځانګړو ځواکونو ته په خطاب کې وويل: تاسې دښمن ته وښودله چې په هر حال له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع ته چمتو ياست او هېڅ خنډ ستاسې پر مخ مانع نه شي ګرځيدلای، نن هلمندي ولسونه په تاسو ډاډه دي او ستاسي د قدمونو خاورې ښکلوي.

والي زیاته کړه دښمن پلونه، پلچکونه او سړکونه تخريبوي، خو تاسې يې د بېرته رغولو اقدام وکړ او غواړئ خپل ولس ته امن او اسانتيا رامنځته کړئ.

د هيواد لوی درستيز هلمندي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د پلان مطابق به د دې لارې په ګډون ګڼې نورې هغه سيمي بيرته امن شي، چې څه موده مخکي ترې امنيتي ځواکونو تاکتيکي شا تګ کړی وو.

وحیدالله عمرزاد هلمند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance