پاکستان لپاره د افغانستان ځانګړی استازی عمر داوودزی اسلام اباد ته تللی

خبریال وېب پاڼه/ پاکستانۍ رسنیو وایي، د پاکستان په چارو کې د افغان حکومت ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی اسلام اباد ته راغلی.

ویل کیږي داوودزی به د پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د سولې پر پروسې هم بحث وکړي او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ په تړاو په جوړېدونکي کنفرانس کې هم وینا وکړي.

د پاکستان په چااو کې د افغان حکومت له لوري د ځانګړي استازي په توګه د عمر داوودزي له ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې نوموړی اسلام اباد ته پر سفر ځي.

په ورته مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر محمد نثار غوریاني هم اسلام اباد ته رسېدلی دی.

ښاغلی غوریاني د افغانستان او پاکستان د ٢٠٢٠ز کال د سوداګرۍ او پانګونې په کنفرانس کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی او د خپل سفر په موده کې به له پاکستاني سوداګرو او پانګوالو سره هم لیده کاته وکړي.

دا کنفرانس نن دوشنبه په اسلام اباد کې ترسره کیږي، چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محمد نثار غوریاني به په کې وینا هم وکړي او هم به د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په تړاو بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هر ځل د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته د صادراتو او وارداتو پر وړاندې سور خوږی جوړ وي.

پاکستان د سوداګریزو لارو او بندرونو په تړلو سره د افغان سوداګرو او کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي او هم افغان سوداګر د لارې په اوږدو کې د پاکستان ګمرکونو له لوري له اخاذو تنګ راغلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More