The news is by your side.

خوشحال سادات څارنوالۍ ته معرفي شو

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان د ولسي جرګې د کورني‌ امنیت کمېسیون د افغانستان یو پیاوړی ځوان جنرال خوشحال سادات څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.‌

وکیل صاحبانو د کورنیو چارو له وزارت نه غوښتي چې د خوشحال سادات وظیفه دې وځنډول شي‌ او هغه دې د خپل سرو کړنو په تور محاکمه شي.‌

جنرال خوشحال سادت چې په افغانستان کې یوه وتلې څېره او په امنیتي ډګر کې وتلی نوم لري اوس د ملي تصدیو د امنیت ساتنې مشر دی او تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین وو.

خوشحال سادت په دې مشهور دی چې د وکیل صاحبانو په فرمایش ګومارنې نه کوي او ښايي دا علت وي چې د وکیل صاحبانو له لوري‌ څارنوالي ته معرفي شوی دی.‌

د افغانستان د پارلمان یوه وکیل چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال وېب پاڼې ته د ولسي جرګې د کورني امنیت له لوري د خوشحال سادات د معرفي کېدو مکتوب ورکړ.‌

یو بل وکیل خبریال وېب پاڼې ته وویل چې څارنواليۍ ته د خوشحال سادات د معرفي کېدو فرمایش د ډیورنډ کرښې له ها غاړی راغلی.

دا په داسي‌حال کې ده چې تازه د افغانستان د وکیلانو یوه پلاوي پاکستان ته سفر کړی دی.‌

خوشخال سادات چې د دې هیواد یو تکړه ځوان جنرال دی په ولس کې پراخ محبوبیت لري‌ او ښايي‌ وکیلان د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شي.‌

په وروستیو کې د کابل امنیتي وضعیت په خرابېدو خلکو له حکومت غوښتنه درلوده، چې د کابل امنیتي مسؤولیت دې خوشال سادات ته وسپارل شي، ځکه خوشال سادات د غلو، مفسدو او جنایتکارانو مخه ښه نیولی شي، خو د خلکو غوښتنه ونه منل شوه او دا دی نن ورځ د ولسي جرګې وکیلانو لویې څارنوالۍ ته ور وپېژنده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.