The news is by your side.

هرات ښاروال د رشوت پر مهال لاس په لاس ونیول شو

خبریال وېب پانه – دا لومړی ځل دی چې د یوه ولایت ښاروال له (۷) کارمندانو سره هم مهاله لاس په لاس پر رشوت نیول کیږي.‌

د هرات ولایت ښاروال غلام حضرت مشفق او د ښاروالۍ اووه تنه کارکوونکي نن د پولیسو له لوري د رشوت اخیستنې پر مهال نیول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هرات ولایت ښاروال او کارکوونکي په رشوت لاس په لاس نیول کیږي، تېرو کلونو کې هم د هرات ولایت ښاروالان او کارکوونکي د فساد په تور عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي، نیول شوي او یا یې هم له دندو ګوښه شوي دي.

تر دې وړاندې په تېرو کلونو کې هم د فرهاد نیایش په نوم د هرات ښاروال د فساد په تور د محکمې له لوري په شل کاله بند محکوم شوی دی.

د افغانستان په ټولو ولایتونو کې اداري فساد اوج ته رسېدلی، چې په دې فساد کې تر ډېره د ګمرکونو مسؤولین، ښاروالۍ او ولایتي ادارې ښکېلې دي، خو بیا هم ولایتي ادارې خلکو ته داسې ښیي، چې ګواکې ټولې دولتي ادارې پاکې دي او هېڅ فساد شتون نه لري.

په ځانګړې توګه د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره په ځانګړي شوې بودجه کې په هرات ولایت کې د ولایتي ادارو له لوري فساد شوی او بودجه حیف او میل شوې.

افغانستان اوس مهال په ټوله نړۍ کې د اداري فساد له پلوه د نړۍ په کچه په لومړي قطار او لومړنیو درجو کې ځای لري، حکومت هم د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی او نړیوال هم اوس د مرستو لپاره پر حکومت بې باوره دي او زړه نا زړه مرستې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.