The news is by your side.

عمران خان: دا موږ ځوروي؛ چې ګورو هره ورځ افغانان وژل کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، دا موږ ځوروي چې ګورو هره ورځ افغانان وژل کیږي، موږ هڅه کوو چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی را کم شي.

عمران خان وایي، زموږ حکومت، پوځ او اسخباراتي اداره افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي، اوربند او سولې ټینګښت لپاره پوره هڅه کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا څرګندونې نن اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډ انجمن پرانیست غونډه کې وکړې.

د افغانستان سیاسي او نظامي چارو کارپوهان او شننونکي وایي، پاکستان هېڅکله افغانستان ته ښه نیت نه دی لرلی او پر مکار چلند یې باور کول خطا ده.

عمران خان دا راز د وینا پر مهال اندېښنه وښودله چې هند د پاکستان پر ضد افغانستان استعمالوي او هڅه کوي پاکستان بې ثباته کړي.

عمران خان وایي، افغانان چې هر ډول حکومت را منځته کوي او هر څوک د ولسمشر په توګه ټاکي پاکستان حکومت ته د منلو وړ ده او ملاتړ ترې کوي. او اړیکې به ورسره پراخوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډ انجمن پرانیست غونډه کې د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي، د صنعت او شوداګرۍ سرپرست وزیر محمد نثار غوریاني، د ولسي جرګې میر رحمان رحماني او یو شمېر نورو افغان چارواکو هم ګډون درلود.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.